The news is by your side.

کورنیو چارو وزیر د حوزو امرینو ته: په طالبانو هېڅ راز رحم ونه کړئ

خبریال وېبپاڼه/ د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د کابل ښار د پولیسو د امنیتي حوزو امرینو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو په شمول په هېڅ ترهګریزې ډلې رحم ونه کړي او سخت یې وځپي. 

حیات پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون ماښام یې د کابل ښار د ټولو امنیتي حوزو له امرینو سره کتلي او د کابل ښار د امنیت د ټینګښت لپاره یې ورته لارښوونې کړې دي.

هغه زیاته کړې، د افغانانو دښمن په هېڅ دین، عقیدې او ارزښت باور نه لري او ملي پولیس یې باید د ځپلو لپاره چمتو واوسي.

د نوموړي په وینا، که څه هم په دې وروستیو کې د کابل ښار امنیتي وضعیت سم شوی، خو په خبره یې اوسنی وضعیت ورته د منلو وړ نه دی او پولیس باید ترهګرۍ او جنايي پېښو سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

 د کورنیو چارو سرپرست وزیر همدا راز په پلازمېنه کابل کې مې د جنايي جرمونو، زورواکو، قاچاقبرانو او انسان تښتوونکو پر وړاندې د جدي مبارزې، د امنيت د ټينګښت لپاره د ولسي منابعو را پیدا کولو، له خلکو سره د نېک چال چلند، د خلکو، منبر او پولیسو ترمنځ د واټن ختمولو، د دښمن د شومو موخو د پر وخت خنثی کولو، له اړوندو ارګانونو سره د همغږي او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه هم د حوزو امرینو ته لارښوونې کړې دي.

 هغه دغه راز خبرداری ورکړی چې د پولیسو له لیکو به ټول غیر مسلکي، بې پروا او د روابطو په اساس ګمارل شوي کسان لیرې کړي او پر ځای به یې مسلکي او باظرفیته کادرونه وګماري، چې په وینا یې د امنیت د ټینګښت لپاره دا مسله مهمه ده.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال د کابل ښار د امنیت د ټینګښت او د طالب اورپکو د ځپلو خبره کوي، چې لا هم د کابل امنیت له ننګونو سره مخ دی او هره ورځ د هدفي وژنو خبر ورکول کېږي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت مسوولیت د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح اخیستی، خو لا هم د ناامنیو او په ځانګړي ډول د هدفي وژنو راپورونه ترې ورکول کېږي.

Comments are closed.