The news is by your side.

طالبان د پاکستان ملاتړ بغير هيڅ دي

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان د وضعیت په هکله بيلابيل نظريات موجود چې کله کله ور باندې نړيوالې رسنۍ څه لیکي.
تازه د‌ پاکستان او طالبانو په هکله ګارډین ورځپاڼې مطلب چمتو کړی او ویلي يې دي چې د پاکستان ملاتړ څخه بغير هيڅ هم نسي کولی.
دې ورځپاڼې د امريکا لوی درستيز وروستيو څرګندونو ته په اشارې ويلي چې ويلي يې وو د طالبانو په وړاندې افغان دولت ښايي د طالبانو په وړاندې ماتي وخوري.
خو ورځپاڼه وايي طالبان د‌ پاکستان ملاتړ څخه بغير څه نسي کولی او یو امریکايي جنرال چې په دې نظر دی بايد له افغان ځواکونو سره اړينې مرستې وکړي.
مالومات کاږي که څه هم امريکا افغانستان کې شل کلنه جګړه وکړه طالبان يې کات او القاعده يې وځپله خو اوس مهال دا ډلې بیا ډيري پياوړې سوې دي.
د دې ورځ پاڼي له انده که د پاکستان ملاتړ نه وي نو هيڅ ترهه ګره ډله سر نسي پورته کولای.
د پاکستان په اړه ډير څه موجود چې وول سي او په نړيواله کچه د ترهه ګرو دا ملګری هیواد و ځپل سي.
که څه هم پاکستان وايي چې ترهه ګرو سره مبارزه کوي خو په پټه پاکستان په ډيري سپين سترګي بيا هم په خپله خاوره کې ترهه ګرو ته پنا ورکوي او روزنه يې کوي.
ډيری سيمه ييزو هېوادونو پاکستان په دې تورن کړی چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل او په دې هېواد کې نيابتي جګړه مخ ته، هغوی ويلي پاکستان په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او وخت پر وخت ورسره اړینې مرستې او غواړي چې افغانستان کې جګړه دوامداره وساتي.
په دې وروستيو کې چې د افغان سولې لپاره په سیمه ييزه کچه هڅې روانې دي چې سوله وسي هم داسې مالومات سته چې پاکستان د افغان سولې پروسه کې خنډ اچوي او نه پريږدي چې د سولې پروسه بريالۍ سي.
تراوسه پوري ډير کلونه تير سول خو د پاکستان ښه مخ او صداقت افغانانو او نړيوالو ونه لیده، پاکستان په دې وروستيو کې هڅه وکړه چې له منزوي او هير سوي حالته د‌ افغان سولې برخه کې ځان بیرته فعال او حق طلبه و ښيي خو داسې و نه سول او د نورو هېوادونو هڅو سره ښايي د سولې برخه کې پرمختګونه رامنځته ته سي

 

Comments are closed.