The news is by your side.

ولسمشر غني په لومړي ځل د لنډمهالي حکومت ملاتړ کړی

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني وار وار د موقت حکومت له رامنځته کېدو سره مخالفت کړی او حتی د سولې له قیمت سره یې هم نه دی برابر کړی، خو اوس یې په دې اړه تازه څرګندونې کړې دي. 

ولسمشر غني د افغان سولې بهیر ته له یوې نوې زاویې کتلي او په تازه څرګندونو کې یې په لومړي ځل په هېواد کې د لنډمهالي حکومت د ټینګښت ملاتړ کړی دی.

ولسمشر غني دا څرګندونې نن د مې په ۴مه فارین افېرس ته د افغانستان خطر او فرصت شېبې په نامه په خپله یوه مقاله کې کړې او د افغان سولې د بهیر په اړه یې معلومات او ځینې وضاحتونه ورکړي.

ولسمشر غني په دې مقاله کې سولې ته د رسېدو لپاره طالبانو او نړیوالو ته یو شمېر وړاندیزونه کړي او سولې ته د رسېدو لپاره یې خپل دریځ لا پسې روښانه کړی دی.

ولسمشر ویلي، د سولې مذاکرات یو بې طرفه منځګړي ته اړتیا لري چې تر ټولو غوره درېیم ګړی به ملګري ملتونه وي، څو بې طرفانه پرېکړه وکړي.

هغه همدا راز ویلي، چې د سولې خبرو پایلې ورکولو لپاره باید لومړی اوربند وشي او د اوربند د نه ماتولو لپاره باید نړیوال نظارت موجود وي.

غني دغه راز د انتقالي دولت په هکله هم لیکلي، چې له اوربند وروسته به دواړه لوري د لنډ‌مهالي دولت اړه پرېکړې ونیسي، خو د سولې دغه اداره به په هغه صورت کې جوړېږي چې د جمهوریت جوړښت په خپل ځای پاتې شي.

هغه زیاته کړې ده چې د سولې اداره به د لنډ وخت لپاره او د تر ټاکنو او نوي زعیم تر ټاکلو به له منځه ځي.

ولسمشر غني ټینګار کړی چې په ټاکنو کې به ځان نه نوماندوي او که اړتیا پېښه شي له وخت وړاندې به له ولسمشرۍ استعفا ورکړي.

ولسمشر غني د افغان سولې بهیر کې پاکستان او طالبان د ګواښ په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې دوی فکر کوي امریکا ته یې ماته ورکړې او په زوره به واک ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني طالبانو ته له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز کړی و، چې د طالبانو له‌خوا ونه منل شوه.

Comments are closed.