تحريک طالبان څلور پاکستاني عسکر هلاک کړي

خبريال ويب پاڼه/ داسې ښکاري چې پاکستانو عسکر  چې نور د هوسايي خوبونه پای ته رسوي او يو‌ شمېر وسلوالې ډلې يې وژنې.

راپورونه وايي چې د ناامنيو پيښو کې چې د محکومې پښتونخواه يو سمېر سیمو کې پذ پاکستاني عسکرو بريدونه سوي چي څم يې وژلي او څه يې له پښو غورځولي.

د مالوماتو لپ مخې پر پاکستاني عکسرو د باجوړ سيمه د سړک غاړې ماون برابر سوی چې اوه پاکستاني عسکر يې له پښو غورځولي.

د مالوماتو له مخې دې عسکرو کې درې هلاک سوي او درې نور مرګونې زخميان دي چې ښايي مړه سي.

د محکومي پښتونخوا يو بله سيمه بنو کې د يو کمين په ترڅ کې يو پوليس په نښه سوی و او ځای پر ځای وژل سوی دی.

دا پيښې نن د محکومې پښتونخوا دوه جلا ځایونو کې رامنځته تپ سوې او اوه پاکستاني عسکر په نښه او له پښو غورول سوي دي.

تيره ورځ هم تر دې زيات پاکستاني عسکرو ته مړګ ژوبله اوښتې وه د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د پاکستاني پوځ او سرحدي پوليسو پر پوستو او موټرو دوه بريدونه او يوه چاودنه سوې چې له امله يې ګڼ شمېر عسکر هلاک شوي او ژوبل دي.

په دغو چاودنو کې د دوو مسووليت يې د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه ډلې منلی او يوه يې لا تر اوسه نه ده مالومه چې چا کړې ده.

د بلوچستان لبرېشن فرنټ وياند مېجر ګهرام بلوڅ ويلي، ملګرو يې لومړی په مشکي سيمه کې د پوځ يوه لويه قرارګاه په دوو ۸۲ مرميو ويشتې او تر هغه وروسته يې ورباندې د درنو وسلو او بمونو بريدونه کړي دي.

دی وايي، په دغه بريد کې تر لسو زيات پوځيان هلاک سوي او ژوبل شوي دي.

د بلوڅ په خبره، د مشکي په النګي سيمه کې يې هم ملګرو د سرحدي پوليسو يوه پوسته په راکټو ويشتې او پکې ټول عسکر يې له منځه وړي دي.

هلته بيا د بلوچستان په ډېره مراد جمالي کې د پوځ پر يوه موټر د سړک پر غاړه خښ شوی ماين چاودلی، خو نه پکې د اوښتې مرګ‌ژولې دقيق شمېر مالوم دی او نه يې هم مسووليت چا منلی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More