The news is by your side.

په لومړي ځل له فراه څخه د ايران تر بندر پورې د سړک د پخيدو پريکړه

خبريال ويب پاڼه/ هغه سړک چې له کلونو ، کلونو راهسي په پلان کې وو چې جوړ شي خو تر دې دمه يې هيچا  په عملي ډول د جوړولو لپاره اقدام نه وو کړی.

خو اوس تازه د ټولګټو وزارت څخه يوې سرچينې خبريال ويب پاڼې ته ويلي چې د فراه ولایت له مرکز څخه د ابو نصر فراهي تر بندر پوري د غځېدلي چې ټولټال ۱۱۷ کيلومتره دی د  ۲۳ کیلو متره  سړک د پخيدو پريکړه تر سره شوې چې رغنيز کار به يې عملا سر له سبا په ساحه کې د ايرانې استازي او ګڼو لوړ پوړو  دولتي چارواکو په حضور کې پيل شې.

سرچينه زياتوې چې  په لومړي ځل د ټولګټو وزارت د رهبرۍ  په هڅو او د ايران هيواد په مالي لګښت د ۱۲۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د ياد ۱۱۷ کيلومتره سړک  ۲۳ کيلومتره په پاخه او اساسي ډول رغيږې او پاتي نورې برخې به یی له سره ترميم او بيا ورغول شي .

هېره دې نه وي چې د ټولگټو وزارت رهبرۍ له ایراني چارواکو سره تر مفصلو بحثونو وروسته  دواړه لوري په دې سره سلا شول چې د فراه ولایت له مرکز څخه د ابو نصر فراهي تر بندر پورې په غځېدلي سړک به عملا کار پيل کړي.

د دې سړک اوږدوالی ټولټال ۱۱۷  کیلو متره کیږي چې د فراه ولایت مرکز له ایران سره نښلوي.
د ایران اسلامي جمهوریت  شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې هم د رغولو ژمنه کړې وه  خو اوس مهال یې د پاته برخو هوکړه تر سره او رغنيز کار به يې پيل شې.

د یاد سړک چارې په دریو برخو کې وېشل شوې چې ۶۴ کیلو متره یې بشپړ شوی، ۳۰ کیلو متره تر کار لاندې او د پاته  ۲۳ کیلو متره سړک چارې به تازه سبا چهار شنبه پیل شې.

دا سړک ۱۱ متره پلنوالی لري چې ۷.۳ متره یې د موټرو د تگ راتگ لپاره اسفالټ یا قیر کیږي او د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ایران هېواد له مرسته شویو پیسو څخه رغول کیږي.

د سرچينې په خبره چې ایراني پلاوي د ټولګټو وزارت له مشرتابه سره دا ژمنه هم کړي چې د جوړ شوي سړک ورانې شوې برخې به له سره بيا ورغوي کړي چې په دې سره به له ياد سړک څخه د اوږده مهال لپاره ګټه اخستل کیږي.
د ابونصر فراهي بندر له ایران سره د افغانستان له مهمو بندرونو څخه دی چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به له دې لارې د دواړو هیوادونو تر منځ راکړه ورکړه نوره هم پراخه او د مسافرو لپاره چې ايران هيواد او يا له ايران څخه افغانستان ته ځې ګڼې اسانتياوې رامنځته شې.

Comments are closed.