The news is by your side.

امریکا وايي، هڅه کوو چې طالبانو خبرو ته را کش کړو

خبریال وېبپاڼه/ امریکا وايي له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي او روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړي.

امریکايي رسنیو ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ديپلوماتانو خپلې هڅې پيل کړې څو طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي او په دې سره روانه ناولې جګړه چې قیمت یې عام افغانان پرې کوي، نور ختمه شي.
یوه امریکایي ديپلومات د نامه نه ښودو په شرط د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته ویلي، امریکا دې ته لېواله ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او د زور ښودلو فرهنګ ختم شي.
دده په خبره دوی له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي او تر څنګ یې هر ډول فشار ته هم تیار دي او یوازېنۍ موخه یې له دیپولماتیکو لارو جګړه ختمول دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته راغلی و او دلته یې د خبرو له لارې د جګړې پر درولو ټینګار کړی و.
که څه هم امریکا ظاهراً د افغان جګړې د ختمولو خبره کوي، خو رښتیا دا دي چې که امریکا جګړه ختمولی، نو د طالبانو سیاسي موقف او نظامي قوت یې دومره نه اوچتاوه، چې اوس له خبرو وتښتي.
که امریکا په رښتیا د روانې ناولې جګړې ختمول وغواړي نو له هرې ممکنې لارې کولای شي، ځکه د امریکا لخوا په طالب هر فشار راوړل کېدای شي او پایله یې هم مثبته وي.
طالبانو بیا دواړې پښې یوه موزه کې کړې دي او د اوربند لپاره د افغانانو او نړۍوالو هیڅ ډول غوښتنه نه مني، څو نور تپل شوی جنګ پای او خلک په هوسا چاپیریال کې ژوند وکړي.
نور حکومت او طالب ته پکار ده چې د سولې لپاره هر ډول انعطاف ومني او د افغانانو د کلونو هیله نور پوره کړي، چې سولې ته رسېدل دي.

Comments are closed.