The news is by your side.

“د امریکايي ځواکونو ایستل د جګړې د پای په مانا نه ده “

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی قومندان او د سي ای اې مخکنی مشر جنرال دیوید پیتریس وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د افغان جګړې د پای مانا نه لري.
هغه پخپله تازه مرکه کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو ویستل یوازې امریکا د افغانستان په جګړه کې له ښکلتیا څخه ژغورلای شي او جګړه به روانه وي.
د نوموړي په وینا، افغانستان اوس په یو حساس پړاو کې دی او په داسې حالاتو کې د امریکايي ځواکونو وتل په یاد هېواد کې د لا تېزې جګړې باعث کېدلای شي.
ده ویلي، چې امریکا افغانستان کې اوږده موده تېره کړه او اوس په کار وه، چې یاد جګړه یې په مسؤلانه ډول پای ته رسولې وای؛ خو په داسې حالاتو کې د امریکا وتل دا په ډاګه کوي، چې بایډن یواځې د دې جګړې له ښکلتیا خپل ځواکونه ژغوري.
هغه ټینګار کړی چې باید د افغان جګړې په اړه مسوولانه چلند وشي او داسې اقدام ونه شي چې پایله یې دغه هېواد بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړي.
د سي ای اې مخکنی مشر یادونه کړې چې د له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه دې بیا غور وشي او تر هغو چې د جګړې د پای په اړه تضمین موجود نه وي، باید سرتېري پخپلو ځایونو پاتې وي.
نوموړي طالبان یوه بې باوره ډله یاده کړې او اندېښنه یې ښوولې چې که امریکایان افغانستان پرېږدي، نو طالبان به بیا د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، چې د هر ډول خطر د پېښېدو احتمال شته.
تېره ورځ یو شمېر امریکايي سرتېرو هم راپورونه ورکړي وو، چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو د نوې نېټې په اړه له طالبانو سره خبرې کوي، څو داسې یوې پرېکړې ته ورسېږي چې موخه یې د ثبات ټینګښت او د جګړو د شدت مخنیوی وي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شوي او د تازه راپورنو پر بنسټ تر دا مهال ۶۰ الوتکې له بهر شوې دي.

Comments are closed.