The news is by your side.

لغمان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

طالبانو په لغمان کې د حکومتي ځواکونو درې پوستې سقوط کړي او سېزلې دي، چې دوه د الينګار او يوه د مرکز مهترلام پورې تړلې دي.

د لغمان په اليشنګ، الينګار، دولت شاه او مرکز مهترلام کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ شديد جنګ روان دی، چې دواړو خواوو ته پکې مالي او ځاني تلفات اوښي.

ځايي اوسېدونکو د جګړط له ځای کډې شروع کړي او ډک، ډک کورونه يې پرېښي دي.

دوی وايي چې زموږ د کورونو نه افغان حکومت او طالبانو د جنګ سنګرونه جوړ کړي او له همدې ځايه پر يو بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي، چې موږ مجبور شوو او سیمه مو پرېښوده.

هلته مېشتو سترتېرو په وينا چې تراوسه موږ ته تازه دمي ځواکونه نه دي رسېدلي.

ولايتي شورا غړي وايي چې کله نه د امریکايانو د وتلو خبر خپور شوی، طالبانو هم جګړې ته زور ورکړی او د هېواد په بېلابېلو ولايتونه کې د افغان ځواکونو سره په جګړو بوخت دي، چې دواړه لوريو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د لغمان والي رحمت الله يارمل په خپله د اليشنګ په عملیاتو کې دی، دی وايي: چې لغمان جګړې ته د ننګرهار او کونړ نه طالبان را ټول شوي، خو دا یې ونه ويل چې افغان حکومت او طالبانو ته څومره تلفان اوښتي.

بلخوا د دوه سوه او يو سېلاب قول اردو وايي چې د لغمان په جګړه کې لسګونه طالب وسله وال وژل شوي او زخميان شوي دي.

طالبانو په وروستيو کې جګړه تېزه کړې ده، چې سلګونه تنه وسله وال پکې وژل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت يې په بدل کې خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې پر طالب وسله والو نور هېڅ رحم ونه کړئ او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ.

ولسمشر غني په هېواد کې وروستي بريدونه غندلي او پر وسله والو یې غږ کړی، چې موږ اوس قوي وسله وال پوځ لرو، که سولې خبرو ته حاضر نه شئ؛ نو پر وړاندې به د سختو هوايي او ځکمني بريدونو سره مخ شئ.

 

 

 

Comments are closed.