The news is by your side.

یو ځل بیا پاکستاني عسکر په هلاکت رسیدلي

خبریال ویب پاڼه/ بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو په وړاندې تاوتریخوالی زیات سوی او نژدې هره ورځ د لته پاکساني  عسکر  په هلاکت رسیږي تازه راپورونه وايي چې بلوچستان کې یوځل بیا پاکستاني عسکر په نښه سوي دي.

چارواکي هم مني چې د عسکرو او کارکوونکو په وړاندې يې ګواښونه زیات سوي او د بلوچستان په هرځای کې شونې ده چې عسکر يې په نښه  او وژل سي.

په تازه پیښه کې چې د محکوم بلوچستان د اواران ماشکي سیمه کې رامنځ ته سوې څلور پآکستاني عسکر د یوه مین خوراک سوي  چې او د ژوبلو وضعیت يې خورا خراب دی.

د بلوچستان ځايي چارواکو منلې چې په یوه ماین چاودنه کې يې نن دوه عسکر قتل او  دوه مرګوني ژوبل سول چې ښايي اوس  هغوی هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

په دې سیمو کې بلوڅ ملتپال فعال دي او بیلابیل وختونه پر پاکستاني عسکرو بریدونه او ناتار جوړوي او وایي چې لابه هم خپلې وسلوالې  مبارزې ته دوام ورکوي.

تراوسه پوري د دې پاکستاني عسکرو د هلاکت مسؤلیت چا نه دی منلی خو مالومه خبره ده چې دا کار د بلوچستان بلوڅ ملتپالو کړی تل پاکستاني عسکر په نښه او وژني يې.

تیره ورځ هم په دوه جلا بریدونو کې چې په خیبر پښتونخوا کې رامنځ ته سوي وو، څلور پاکستاني عسکر هلاک او درې نور ژوبل سوي وو.

د مالوماتو لپ مخې پر پاکستاني عکسرو د باجوړ سيمه د سړک غاړې ماین برابر سوی چې اوه پاکستاني عسکر يې له پښو غورځولي.

د مالوماتو له مخې دې عسکرو کې درې هلاک سوي او درې نور مرګونې زخميان دي چې ښايي مړه سي.

د محکومي پښتونخوا يو بله سيمه بنو کې د يو کمين په ترڅ کې يو پوليس په نښه سوی و او ځای پر ځای وژل سوی دی.

دا پيښې نن د محکومې پښتونخوا دوه جلا ځایونو کې رامنځته تپ سوې او اوه پاکستاني عسکر په نښه او له پښو غورول سوي دي.

تيره ورځ هم تر دې زيات پاکستاني عسکرو ته مړګ ژوبله اوښتې وه د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د پاکستاني پوځ او سرحدي پوليسو پر پوستو او موټرو دوه بريدونه او يوه چاودنه سوې چې له امله يې ګڼ شمېر عسکر هلاک شوي او ژوبل دي.

Comments are closed.