The news is by your side.

يمين: ولسمشر د افغانستان سره سره د سیمې ښېرازي‌غواړي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د ټولګټو چارو وزير انجينر نجيبالله يمين  نن په فراه کې د يوه سړک د  پرانيست غونډي په مراسيمو کې وويل چې ولسمشر غني نه يوازي دا چې د افغانستان د ښيرازۍ په لټه کې دی بلکي د سيمې د هيوادنو سره د ښو مناسباتو او د هغوی د ښيرازۍ په لټه کې دی.
ښاغلئ يمين د ولسمشر غني وروستيو پريکړو ته په اشارې سره وويل چې ولسمشر غني نه غواړي افغانستان د سيمه ييزو هېوادنو تر منځ د تقابل په نقطه بدل کړي  بلکي  ولسمشر کوښښ کي چې افغانستان د سيمه ييزو هيوادو ترمنځ په اقتصادي څلور لاري او د سميه ييز اتصال په نقطه بدل کړي چې ښه بيلکه يې همدا سړک دی چې د ابو نصر فارابي بندر له لاري ايران هيواد له افغانستان سره نښلوي.
د ټولګټو وزير ښاغلي يمين دا څرګندونې په فراه ولايت کې د هغه ۲۳ کيلو مټره سړک په پرانست غونډه کې چې له مرکز فراه څخه پيل او د ابو نصر فارابي تر مهم بندر پورې غځيږي.
د فراه ولایت له مرکز څخه د ابو نصر فراهي تر بندر پوري د غځېدلي  ۲۳ کیلو متره  سړک د پخيدو پريکړه تر سره او رغنيز کار به يې عملا سر له سبا په ساحه کې د ايرانې استازي او ګڼو لوړ پوړو  دولتي چارواکو په حضور کې پيل شې.
په لومړي ځل د ټولګټو وزارت د رهبرۍ  په هڅو او د ايران هيواد په مالي لګښت د ۱۲۰ ميليونو ډالرو په ارزښت  د ۱۱۷ کيلومتره له ډلې ياد ۲۳ کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول ورغول اړ پاتي نور ترميم او له سره ورغول شي.
هېره دې نه وي چې د ټولگټو وزارت رهبرۍ له ایراني چارواکو سره تر مفصلو بحثونو وروسته  دواړه لوري په دې سره سلا شول د فراه ولایت له مرکز څخه د ابو نصر فراهي تر بندر پورې په غځېدلي سړک به عملا کار پيل کړي.
د دې سړک اوږدوالی ټولټال ۱۱۷  کیلو متره کیږي چې د فراه ولایت مرکز له ایران سره نښلوي.
د ایران اسلامي جمهوریت یې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې هم د رغولو ژمنه کړې وه  خو اوس مهال یې د پاته برخو هوکړه تر سره او رغنيز کار به يې پيل شې.
د یاد سړک چارې په دریو برخو کې وېشل شوې چې ۶۴ کیلو متره یې بشپړ شوی، ۳۰ کیلو متره تر کار لاندې او د پاته  ۲۳ کیلو متره سړک چارې به تازه سبا چهار شنبه پیل شې.
دا سړک ۱۱ متره پلنوالی لري چې ۷.۳ متره یې د موټرو د تگ راتگ لپاره اسفالټ یا قیر کیږي او د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ایران هېواد له مرسته شویو پیسو څخه رغول کیږي.
د سرچينې په خبره چې ایراني پلاوي د ټولګټو وزارت له مشرتابه سره دا ژمنه هم کړي چې د جوړ شوي سړک ورانې شوې برخې به له سره بيا ورغوي کړي چې په دې سره به له ياد سړک څخه د اوږده مهال لپاره ګټه اخستل کیږي.
د ابونصر فراهي بندر له ایران سره د افغانستان له مهمو بندرونو څخه دی چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به له دې لارې د دواړو هیوادونو تر منځ راکړه ورکړه نوره هم پراخه او د مسافرو لپاره چې ايران هيواد او يا له ايران څخه افغانستان ته ځې ګڼې اسانتياوې رامنځته شې.
د فراه ولایت له مرکز څخه د ابو نصر فراهي تر بندر پوري د غځېدلي  ۲۳ کیلو متره  سړک د پخيدو پريکړه تر سره او رغنيز کار به يې عملا سر له سبا په ساحه کې د ايرانې استازي او ګڼو لوړ پوړو  دولتي چارواکو په حضور کې پيل شې.
دا  لومړي ځل د ټولګټو وزارت د رهبرۍ  په هڅو او د ايران هيواد په مالي لګښت د ۱۲۰ ميليونو ډالرو په ارزښت  ياد ۲۳ کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول رغيږې.
هېره دې نه وي چې د ټولگټو وزارت رهبرۍ له ایراني چارواکو سره تر مفصلو بحثونو وروسته  دواړه لوري په دې سره سلا شول د فراه ولایت له مرکز څخه د ابو نصر فراهي تر بندر پورې په غځېدلي سړک به عملا کار پيل کړي.
د دې سړک اوږدوالی ټولټال ۷۱۱  کیلو متره کیږي چې د فراه ولایت مرکز له ایران سره نښلوي.
د ایران هېواد ۱۵ کاله وړاندې هم د رغولو ژمنه کړې وه  خو اوس مهال یې د پاته برخو هوکړه تر سره او رغنيز کار به يې پيل شې.
د یاد سړک چارې په دریو برخو کې وېشل شوې چې ۶۴ کیلو متره یې بشپړ شوی، ۳۰ کیلو متره تر کار لاندې او د پاته  ۲۳ کیلو متره سړک چارې به تازه سبا چهار شنبه پیل شې.
دا سړک ۱۱ متره پلنوالی لري چې ۷.۳ متره یې د موټرو د تگ راتگ لپاره اسفالټ یا قیر کیږي او د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ایران هېواد له مرسته شویو پیسو څخه رغول کیږي.
د سرچينې په خبره چې ایراني پلاوي د ټولګټو وزارت له مشرتابه سره دا ژمنه هم کړي چې د جوړ شوي سړک ورانې شوې برخې به له سره بيا ورغوي کړي چې په دې سره به له ياد سړک څخه د اوږده مهال لپاره ګټه اخستل کیږي.
د ابونصر فراهي بندر له ایران سره د افغانستان له مهمو بندرونو څخه دی چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به له دې لارې د دواړو هیوادونو تر منځ راکړه ورکړه نوره هم پراخه او د مسافرو لپاره چې ايران هيواد او يا له ايران څخه افغانستان ته ځې ګڼې اسانتياوې رامنځته شې.

Comments are closed.

koi finance