The news is by your side.

بدخشان کې سېلابونو ناورین جوړ کړی

خبریال وېبپاڼه/ د وروستیو بارانونو له کبله په بدخشان کې وروستیو سیلابونو ناورین جوړ کړی او خلک یې سخت ځپلي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري رسنیو ته ویلي چې دغو سیلابونو چې په لسو ولسوالیو کې راوتلي، په سلګونو کورونه او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.
هغه زیاته کړې چې دغو سیلابونو چې له دوو ورځو راهیسې بهیږي، تر ټولو ډېره ویجاړي په جرم ولسوالۍ کې پېښه کړې ده.
د چارواکو په وینا دغو سیلابونو دغه راز له تېرې ورځې راهیسې د بدخشان ـ کابل لویه لاره هم بنده کړې او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.
پر بدخشان سربېره د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم وروستیو سیلابونو خلکو ته زیانونو رسولي دي.
له دې جملې هرات ډېر ځپل شوی او تېره ورځ د دې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې ۱۴ تنو د سېلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او همدارنګه خلکو ته ډېر مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.
په افغانستان کې هر کال سېلابونه خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړوي، خو حکومت بیا هم د سېلابونو د راوتلو په مخنیوي نه دی توانېدلی.
ضعیف مدیریت، د منظم کانالیزایسیون نشتون، ګڼه ګوڼه، د ښاروالیو کم‌کاري او یو شمېر نور عوامل د سېلابونو د راوتلو دلایل دي، چې حکومت تر اوسه د حل لپاره داسې کوم اقدام نه دی کړی چې خطرونه کم کړي.
پکار دا ده چې په ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول لویو ښارونو کې د کانالیزایسیون منظم سیستمونه جوړ شي، څو له یوې خوا د بارانونو له امله د سېلابونو د راوتلو مخنیوی شوی وي او له بلې خوا د اوبو له امله د ګډوډیو د رامنځته کېدو مخنیوی شوی وي.

Comments are closed.