The news is by your side.

پر ډېورنډ کرښه لس پاکستاني عسکر هلاک شوي

پر ډېورنډ کرښه لس پاکستاني عسکر هلاک شوي

نن سهار وسله‌والو کسانو د پاکستان پر هغو سرحدي پوليسو بريد کړی دی چې پر ډېورنډ کرښه يې اغزن تار غځاوه.

دغه پېښه د ژوب په مانکزي سيمه کې شوې چې پکې شپږ پاکستانيان وژل شوي او څلور نور مرګوني ژوبل دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره وايي، په دغه بريد کې يې څلور سرحدي پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي، خو سرخط ورځپاڼې ته په سيمه کې ځينو سرچينو د مړو شمېر شپږ او د ټپيانو څلور ښوولی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې د وژل شويو پاکستانيانو نومونه نور زمان، شکيل عباسي، احسان الله او سلطان ښوولي دي.
دغه اداره وايي، ټپيان يې د کوټې ښار پوځي روغتون ته لېږدولي دي.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دی منلی.
د يادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بلوچستان کې پر پاکستانیو عسکرو بريدونه شوي، چې زيات پکې هلاک شوي وو.

په دې وروستیو کې پر پاکستاني عسکرو حملې ډېرې شوې دي، چې مالي او ځاني تلفات هم لري.

Comments are closed.