The news is by your side.

امریکا ۱۳۰۰ قلمه کوم تجهیزات افغانستان کې له منځه وړي؟

خبریال ویب پاڼه/ د تازه راپورونو له مخې امریکا ویلي چې د مې له لومړۍ تراوسه یې د سرتیرو په وتلو پیل کړی او په یو شمېر پرازونو کې يې تجهیزات او سرتیري له افغانستان څخه ایستلي.

د امریکا مرکزي قومانداني  په خپل یوه تازه بیان کې ویلي چې دوی یو شمېر تجهیزات چې اړین دي له ځان سره وړي یو شمېر یې افغان ځواکونو ته ورکوي خو یو شمېر چې ډیر زیات دي او شمېر ۱۳۰۰ رقمه تجهیزاتو ته رسیږي همدلته په افغانستان کې د دوی له لوري له منځه وړل کیږي.

دوی نه دي ویلي چې دا کوم تجهیزات دي چې دوی یې له منځه وړي خو ویلي یې دي له دې سره سره چې افغان پوځ ته تجهیزات ورکوي او همدارنګه يې له ځان سره وړي خو زیاته برخه د دې تجهیزاتو همدلته د دوی له لوري  له منځه وړل کیږي.

که څه هم ویل کیږي چې له امریکایي ځواکونو د یو میلیارد ډالرو په قمیت تجهیزات افغان ځواکونو ته پاتیږي خو پوښتنه داده چې دا توکي چې دوی یې له منځه وړي ولې يې افغان ځواکونو ته نه ورکوي؟

دا به کومې توکي وي؟

که څه هم امریکا په دې هکله څه نه دي ویلي چې دوی کوم توکي په افغانستان کې له منځه وړي خو شک دادی چې امریکا افغانستان ته کوم خطرناک څه راوړي چې اوس یې نه وړل سي او نه يې پرېښودلی سي.

امریکا په لومړیو کې د خپلو وتلو سره سم خپلې اډې هم له منځه وړلې خو د دوی دا کار د افغان سیاسونو او یو شمېر مشرانو له مخالفت سره مخ سو هغوی وویل چې امریکا دي د خپلو اډو د ورانولو پر ځای افغان ځواکونو ته هغه ځایونه ورکړي.

اوس هم په نړیواله کچه همدا خبره مطرح ده چې امریکا له خپلو وتلو وروسته د ترهه ګرو ډلو د له منځه وړلو او ورسره د جګړې کولو لپاره باید افغان ځواکونه په ښه توګه تجهیز کړي ترڅو وکړای سي چې په راتلوونکي کې د جګړې په ډګر کې په ښه توګه د ترهه ګرو ډلو په وړاندې وجنګیږي خو داسې مالومیږي چې امریکا دې خبرو ته پام نه کوي او په ډیره بې پروا توګه خپل تجهیزات له منځه وړي

Comments are closed.