The news is by your side.

ټرمپ نور صبر رانه نه کېدل او شخصي ټولنيزه رسنۍ مې جوړه کړه

ټرمپ يوځل به یو ځل بيا په ټولنیزو رسنیو کې زړه ور تش کړي

د امریکا متحده ایالاتو پخواني سرتنبه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانته ځانګړې ټولنیزه رسنۍ فعاله کړه.

نوموړي د دې رسنۍ د فعالولو ژمنه څو میاشتې وړاندې کړې وه، چې اوس یې عملي کړه.
د فاکس نیوز د راپور په اساس، ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې په وروستیو کې د مختلفو ټولنیزو رسنیو له لوري تحریم شو.

د بېلا بېلو رسنیو له لوري د نوموړي اکونټونه وتړل شول، ځکه دی یې د واک پر سر د ناندریو لپاره د تاوتریخوالي په خپرولو تورنوه.
ټرمپ، چې ان ولسمشرۍ ته د لومړي ځل ودریدو له وخته یې رسنیو سره ترینګلې اړیکې لرلې، د اکونټونو له تړل کیدو وروسته یې ځانته د جلا ټولنیزې رسنۍ د فعالولو خبر ورکړی و.

هغه د خپلې تازه فعاله کړې ټولنیزې رسنۍ په اړه ویلي، چې په دې رسنۍ کې د خبرو او بحثونو لپاره ازاده فضا موجوده ده او څوک پکې د چا مزاحمت نه شي کولای.

تازه دمه ټولنیزه رسنۍ، چې تراوسه یې زیات جزیات نه دي رسنیز شوي، ښاغلي ټرمپ ته د خپلو پیغامونو، عکسونو او ویډیوګانو د عمومي کولو موقع برابروي.

د نورو رسنیو کارونکي کولای شي، چې د ټرمپ له لوري خپاره شوي مطالب په فیسبوک او ټویټر کې شریک کړي.

ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته د ولسمشریزو ټاکنو له بایلللو وروسته د اعتراضونو امر وکړ، چې په غبرګون کې یې ټویټر، فیسبوک، انسټګرام، یوټیوب او اسنپ چټ ټولنیزو رسنیو د نوموړي اکونټونه ور وتړل.

دغو رسنیو د دې کار دلیل دا وښوده، چې ټرمپ له دغو رسنیو څخه خپل تاوتریخجن پيغامونه خپرول.

نورو ټولنیزو رسنیو د څه موده بندیز وروسته د ټرمپ اکونټونو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه، خو ټویټر ټولنیزې رسنۍ د تل لپاره د نوموړي د اکونټ تړلو خبر ورکړ.

Comments are closed.