The news is by your side.

“طالبان رسنیو ته د ګواښ له لارې حقایق پټوي”

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو رسنیو ته ګواښ وکړ چې بې طرفي دې اختیار کړي، که نه هدف به وګرځول شي، بریتانیا او امریکا سخت غبرګون ښوولی دی او ویلي یې دي چې طالبان دې هڅه نه کوي، چې د رسنیو پر ګواښلو سره حقایق پټ کړي.
افغانستان کې د امریکا او برېټانیا سفارتونو ویلي دي، چې طالبانو افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې او غواړي د خبریالانو پر ګواښلو پر دوی فشار زیات کړي، څو حقایق پټ شي.
د امریکا سفارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو تل حقایق نه دي منلي او د حقایقو له سپړل کېدو سره مخالفت لري، چې دا د ټولو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.
دواړو سفارتونو په خپلو خبرپاڼو کې پر طالبانو غږ کړی، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او بشري حقونو ته درناوی وکړي، څو د افغانستان شل کلنې لاسته راوړنې خوندي وساتل شي.
دوی ویلي چې د افغانستان د تېرو شلو کلونو ستره لاسته راوړنه د بیان ازادي ده چې طالبان یې نه شي زغملی او په یو ډول یې د پیکه کېدو هڅه کوي.
هغوی ټینګار کړی چې په هېڅ صورت به طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې د بیان ازادي مخه ډب کړي او د رسنیو د فعالیتونو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو هلمند کې طالبانو ته درانه تلفات اړولي او رسنۍ د یادو تلفاتو د دقیق ارقامو خپرولو سره سم د طالبانو له لوري ګواښل شوې دي.
تېره ورځ ذبیح الله مجاهد په خپل ټوتېر لیکلي و، چې رسنیو په هلمند کې طالبانو ته اوښتي تلفات خپاره کړي او همداشان له افغان حکومت سره په بېلابېلو ځایونو کې د طالبانو د جګړې تلفات خپروي، چې دا چاره به د خبریالانو پر وړاندې ستر خنډونه راپورته کړي.
نوموړي دغه راز ویلي، که چېرته خبریالان د دوی اړوند تلفات خپاره کړي، نو د راتلونکو پېښو مسوولین به خپله وي او د مرګ او ژوند تضمین یې هم څوک نه شي کولای.
طالبانو تر دې وړاندې هم د رسنیو په وړاندې ګڼ خنډونه جوړ کړي او نه یې دي پريښي چې فعالیتونه په سمه توګه ترسره کړي، ځکه دغه ډله د بل هر څه ترڅنګ د بیان ازادي ته هېڅ ژمنتیا نه لري.

Comments are closed.