The news is by your side.

امریکا یوځل بیا د افغان ځواکونو په ملاتړ طالبان په نښه کړي

خبریال ویب پاڼه/ پر داسې مهال چې امریکا اعلان وکړ چې له افغان ځواکونو  څخه يې هوايي ملاتړ پای ته رسولی خو اوس دې ځواکونو ویلي چې د هلمند لښکرګاه کې يې پر طالبانو  هوايي بریدونه کړي.

کله چې  هلمند کې جګړې زور واخسیت نو امریکایان هم لاس په کار سوي او  پر طاللبانو يې هوايي بریدونه کړي دوی وايي دا کار يې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه کړی.

که څه هم د امریکايي ځواکونو پوځي ماموریت پاي ته رسیدلی خو خبر ورکوي چې پرطالبانو يې بریدونه کړي تر دې وړاندې بیا طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر چیري امریکایان هم سته توغندیز بریدونه کړي وه.

تراوسه پوري طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي خو ښايي د امریکا دا عمل په حتمي ډول د طالبانو له یوه ګواښ سره مخ سي ځکه هغوی ویلي که امریکا هرڅه وکړي دوی یې ځواب ویلی سي.

د امریکايي ځواکونو یوې سرچینې ویلي چې د دوی تر وتلو به د اړتیا په صورت کې پر طالبانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او له افغان ځواکونو به خپل ملاتړ کوي.

پنټاګون که څه هم د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي خو زیاتوي چې د افغان ځواکونو سره همکاري ته ژمن دي او خپل دې ملاتړ به دوام ورکوي.

امریکايي ځواکونه پر داسې مهال د طالبانو پر ضد هوايي بریدونه کوي چې د مي پر لومړۍ نېټه د دوی او طالبان ترمنځ ترسره سوې هوکړه پای ته ورسیده او داسې ګمان کیده چې وسلوال طالبان به پر بهرنیو او امریکايي ځواکونو خونړي بریدونه وکړي خو طالبانو د مي له لومړۍ را وروسته پر بهرنیانو نه بلکې یوازي پر افغان ځواکونو او ملکیانو بریدونه کړي خو دايي ویلي چې پر بهرنیو ځواکونو  په وړاندې هر  عمل ترسره کولو کې دوی خپلواکه دي ځکه چې امریکا له ترسره سوې هوکړې سرغړونه کړې.

تراوسه پوري که څه هم طلبانو  په هلمند کې د امریکا د هوايي بریدونو په لړه څه نه دي ویلي خو شاید عکس العمل وښيي ځکه طالبان همدومره پلمه غواړي ترڅو حالات جګړه ییز او خپلو غوښتنو ته د جګړې له لارې مشروعیت ورکړي خو امریکا ویلي طالبانو ته دزور له لارې د واک ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي

Comments are closed.