The news is by your side.

طالبانو یوازې روژه کې ۶۰۰ ملکي وګړي ژوبل کړي

خبریال وېبپاڼه/ کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په لړ کې یوازې د روژې میاشت کې ۶۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یاد وزارت ویلي، چې د روژې میاشتې له پیل څخه تر اوسه پورې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰ ملکي وګړي وژلي او ۴۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي په خبره طالبانو د روژې میاشتې په رارسېدو سره خپلو جګړو ته زور ورکړی، چې د وژلو ترڅنګ یې ګڼ شمېر خلک بې کوره کړي دي.
درې ورځې وړاندې هم د طالبانو له لوري په هلمند کې د جګړو له کبله له ۱۰۰۰ پورته کورنۍ بې ځایه شوې وې.
باید یاده شي، چې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو وژل کېدو په کور دننه او بهر د یادې ډلې پر وړاندې غبرګونونه راپارولي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې نور ملکي مرګ ژوبلې ته د پای ټکې کېږدي او تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره اوربند وکړي.
حکومت هم وار وار له طالبانو غوښتي چې نور دې اوربند وکړي او بې ګناه افغانان دې نه وژني.
خو طالبانو د دغو ټولو غوښتنو سربېره بیا هم د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته دوام ورکړی او هره ورځ د امنیتي ځواکونو ترڅنګ لسګونه عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.
حکومت بیا دا ادعا کوي چې طالب ډلې له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ مقابلې توان له لاسه ورکړی دی او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې له لارې غواړي خپله ترهګریزه څېره خلکو ته ښکاره کړي، چې نه بښونکی عمل دی.
هلته بیا له هېواده د امریکايي ځواکونو وتلو خلک سخت اندېښمن کړي او دا وېره لري چې ښايي افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، خو حکومت خلکو ته اطمینان ورکړی چې مي، امنیتي او دفاعي ځواکونه له هېواد او خلکو د دفاع بشپړه تابیا لري.

Comments are closed.

koi finance