The news is by your side.

په اونیز ډول د پاکساني عسکرو زبردست تلفات

خبریال ویب پاڼه/ نژدې هره ورځ له درې پنځه شپږ ان تر لسو پاکستاني عسکر په هلاکت رسیږي د تیري یوې اونۍ را په دې خوا هره ورځ لسګونه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي.

ویل کیږي چې په شمالي وزیرستان په سیمه کې درې پاکستاني عسکر په یوه وسلواله نښته کې هلاک سوي  ویل کیږی چې پاکستاني عسکرو د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې غوښتل عملیات وکړي چې د وسلوالو کسانو له لوري پرې  برید سوی او درې عسکر يې ترې ځای پر ځای قتل کړي دا پیښه د ډیورنډ کرغېړنې لیکې ته نژدې رامنځ ته سوې.

د دې برید پړه تحریک طالبان پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې زیاتو عسکرو ته يې  مرګ ژوبله اړولې خو د دقیقې شمېرې په هکله يې څه نه دي ویلي.

د پاکستاني عسکرو هلاکت او جراحت د پآم وړ زیات سوی او په اونیز ډول په هیڅ وخت کې د دې بریدونو ساری نه لیدل کیږي خو ویل کیږي چې پاکساني عسکر سخت وارخطا دي.

د اوس لپاره تحریک طالبان او بلوڅ ملتپالو پر پاکستانې عسکرو تاورین جوړ کړی او هره ورځ یې په نښه او وژني یې چې په کور دننه پاکستاني يې د دې محکومو سیمو په هکله اندېښنې پیدا کړې تحریکا طالبان او بلوڅ ملتپالو په دې وروستیو ورځو کې له پنځلس څخه تر شل پاکستاني عسکر هلاک او تر دې زیات يې مرګوني ژوبل کړي او لايې هم ګواښ کړی چې خپلو بریدونو ته به د پاکستاني عسکرو خلاف دوام ورکوي.

تیره ورځ  سهار وسله‌والو کسانو د پاکستان پر هغو سرحدي پوليسو بريد کړی دی چې پر ډېورنډ کرښه يې اغزن تار غځاوه

له دې ورهاخوا نور بریدونه هم د تحریکا طالبان او بلوڅ ملتپالو له لوري د پاکستاني عسکرو پر ادرسونو سوي چې ډیر يې هلاک کړي او لږ يې مرګوني ژوبل سوي چې هغه به هم اوس قتل  سوي وي.

پاکستان له دې سره سره چې له نورو سیاسي او اقتصادي جنجالونو سره مخ دی په دې وروستیو کې يې عسکر هم ورته وژل کیږي او پر هغه محکمو سیمو چې اوس دې هېواد ترخپلې ولکې لاندې راوستلې ډیر ژر به خپلواکې او د دوی له استبداده به خلاصې سي

Comments are closed.