The news is by your side.

خبریاست کابل ته ولي پنجابیان راځي؟

خبریال ویب پاڼه/ پاکستاني  دولت له نورې نړۍ سره د خپلو وګړو تګ راتګ بند کړی او د کرونا له امله اجازه نه ورکوي چې  وګړي یې ولاړ یاهم راسي له همدې امله پنجابیان کابل ته پنا راوړوي

وروسته له هغه چې پاکستان بهر ته د وګړو سفرونه بند کړل اوس پنجابيان افغانستان ته اړ سوي او د افغانستان له لارې غواړي چې نورې نړۍ ته ولاړ سي.

دوی ويلي که افغانستان ویزې رانکړي د سعودي ويزې مو ختميږي او سخت زيان به د ووينو.

کله چې دوی به دې پوی سول چې بله لاره نلري نو سمدلاسه يې د افغانستان ويزو اخستلو ته مخه کړه او غواړي له دې لارې تاوان را وګرځوي، دوی له تيرو څو ورځو را په دې خوا اسلام‌ اباد کې د افغانستان سفارت مخې ته ناست دي او د ويزو غوښتنې کوي.

د پاکستان دا وګړي وايي چې غواړي د افغانستان له لارې سعودي ته د خپلو کارونو لپاره ځان ورسوي، خو د ويزو ورکړي په برخه کې ورته سفارت پلمې جوړوي.

دوی ادعا لري چې  د سعودي ویزې يې ختمیږي او له سخت زیان سره به مخ سي تراوسه پوري ډیرو زیاتو پآکستانیانو د افغانستان سفارت ته مراجعه کړې او غواړي له افغانستان سعودي عربستان ته سفر وکړي.

تراوسه پوري د افغانستان سفارت ویلي  چې دې کسانو ته د ویزو د ورکړي په برخه باندې لګیا دي او غواړي چې ډير ژر دوی ته ویزې ورکړي خو ویې ویل چې د کاري زیاتوالي له امله څه ناڅه ځنډ رامنځ ته کیږي.

تاواني پنجابیان اخیر د غریب افغانستان محتاجه سول

د افغانستان مجبوریت او د پاکستان دارایت له ډیره وخته موږ ټولو ته مالوم وو، خو داسې ښکارې چې مخ پر زوال پاکستان اوس  په نړۍ کې له هغه هېوادونو څخه شمېرل کیږي چې یوازي يې د ژوند څو شېبې پاتي اواخیر به غرق سي کرونا د هند ترڅنګ پاکستان هم وځپی او هغه نیمه اقتصاد چې يې درلود ورباندې وداراوه چې اوس یې وګړي حیران دریان دي چې څه وکړي؟

د اشرف غني د دوستي او دښمني خبره ثبوت سوه

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونې چې پاکستان ته یې ویلي وو، دښمني مو تاوان درته کوي او په دوستي کې به مزې کوئ  ثبوت سوه او پاکستانیان اوس زموږ په دوستي ځان او اقتصاد ژغوري

Comments are closed.