امریکا هلمند کې طالبان ووژل دوی به  د خپلو ملګرو بدل واخلي؟

خبریال ویب پاڼه/ څه هم امریکا ویلي وو، چې له افغان ځواکونو څخه يې خپل هوايي ملاتړ پای ته رسولی خو په هلمند کې د طالبانو د پرمختګ مخه د امریکايي ځواکونو هوايي درنو بریدنو نیولې.

د هلمند د د ولایتي شورا رییس هم د یادو بریدونو پر تړا ویلي چې افغان ځواکونو اوس بیرته ډيری سیمې له طالبانو نیولې دي ښاعلي عطاالله افغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د طالبانو مخه د امریکا له لوري د درنو هوايي بریدونو کې نیول سوې.

ښايي په دې درنو بریدونو کې طالبانو ته ستره مرګ ژوبله هم اوښتې وي خو تراوسه پوري د تلفاتو په هکله څه نه دي ویل سوي؟ خوداسې ښکاري چې امریکا لاهم د طالبانو سره ښکاره دښمني پالي.

امریکا په دې بریدونو څه وښودل

امریکا وویل چې له افغانستانه وزي خو دلته نژدې پاکستان یا هم بل کوم ګاونډي هېواد کې  به خپلې اډې ولري او په ډې اډو کې به د ډرون ترڅنګ نورې جنګي الوتکې هم شتون ولري چې د اړتیا پر وخت به القاعده او ترهه ګر په نښه کوي.

ترهه ګر څوک دي؟

په افغانستان کې که څه لویه جنګي ډله طالبان دي  همدوی ترهه ګر هم بلل کیږي ځکه تراوسه يې له القاعدې سره خپلې اړیکي نه دي پرې کړې او القاعده هم په خپل نوي دریځ کې طالبان د امریکا ماتوونکې اودښمنان بللي چې  په دې صورت کې به بیاهم د امریکا ډیری بریدونه پر وسلوالو طالبانو وي امریکا که څه هم تش په نوم له افغانستانه وزي خو په سیمه ییزه کچه به چاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان په مسایلو کې لاس وهنه وکړي چې  یو هم پاکستان دی او طالبان د پاکستان بغیر هیڅ هم نه دي.

امریکا د افغان دولت دوام غواړي او لکه څنګه چې يې د هلمند په ژغورلو کې له افغان دولت سره مرسته وکړه نو بیابه هم د دوی  دا ملاتړ دوام ولري او خپل پروازونه به هغه مهال له تاجکستان پاکستان او یاهم بل کوم هېواده کوي.

طالبان به د خپلو ملګرو بدل واخلي؟

که هم طالبانو د خولې په ګواښونو څو ځله وویل چې امریکایان به له بدو پایلو سره مخ سي خو داسې ښکاري چې د طالبانو له لوري د امریکایانو بدې پایلې یوازي د دوی په خوله کې دي او بس خو تراوسه يې د مي له لومړۍ نېټې تراوسه د هیڅ یوه امریکايي پوځي پوزه لاهم وینې نه سوه

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More