The news is by your side.

امریکا باید نور پاکستان ترغاړه ونیسي

خبریال ویب پاڼه/ که څه هم  پاکستان هر وخت ویلي چې په افغان جګړه کې لاس نه لري خو دا یوازي د خولې پر سر خبرې دي او په هره بده پیښه کې چې افغانستان کې رامنځ ته کیږي همدا پاکستان يې ملاتړ کړی او د همدې پاکستان په همکاري ترسره سوې ده.

اوس تازه یو ځل بیا په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیرکرسټوفر السکاندر په خپل تازه څرګندونو کې امریکا مخاطبه کړې او ویلي يې دي چې که رښتیا غواړې د افغانستان جګړې په هکله اصلي موضوع پیداکړې نو پاکستان وچېړه او تر غاړه یې ونیسه.

نوموړي وویل ترکومه چې په افغانسستان کې پاکستان د وسلوالو ملاتړ ته دوام ورکوي ترهغه وخته به سوله رانه سي او د لته د سولې راتګ ناشونی دی خو که امریکا رښتیا وغواړي نو په افغانستان کې سوله او امن راسي نو لومړی دي په دې هېواد کې د پاکستان نیابتي جګړه پای ته ورسوي.

هغه وویل له دې سره سره چې  امریکا داچاره ترسره کوي باید هغه کسان هم تحریم کړي چې له پاکستان څخه په افغانستان په یو ډول نه یو ډول د جګړې ملاتړ کوي.

دې کاناډايي ډیپلماټ وړاندې هم ورته څرګندونې کړې خو چا پرې غوږ نه وو، نیولی خو دا ځل يې امریکا مخاطبه کړې او ترې غوښتې يې دي چې باید پاکستان باندې فشار راوړي..

پاکستان څه غواړي؟

پاکستان له تیرو څلویښتو کلونو راپه دې خوا غواړي افغانستان په خپل انحصار کې وساتي اوس چې افغانستان ورځ تر بلې د ځان بسیاینې لورته روان دی نو همدا هېواد وارخطا او حیران دی چې د لته به یې ګټې په خطر کې سي او مخنیوی به یې وسي، ځکه نو نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راسي او جګړه پای ته ورسیږي.

د افغان ولسمشر ګوتڅنډنه

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې موده وړاندې پاکستان ته وویل چې د تصمیم وخت مو دی باید انتخاب وکړئ دوستي یا دښمني موږ هرڅه ته اماده یو که دوستي کوئ او که دښمني ولې زموږ په دښمني کې مو ناکامي او په دوستي کې به پیړۍ اوکلونه پرمختګ او مزې کوئ اوس به وګورو چې پاکستان څه انتخابوي دوستي کوي او که دښمني اتنخابوي

Comments are closed.