افغانستان او غیر مرکزي کېدنه
خبریال وېب پاڼه/ دا چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د سترو ځواکونو تر ولکې لاندي ندی راغلی او د نړۍ د امپراتوریو په هدیرو بدل شوی، یواځینی لامل یې په هېواد کې د ځواکمنو نظامونو شتون بللی شو. د ځواکمنو مرکزي نظامونو شتون نه یواځې دا چې د نړۍ امپراتورۍ یې ماتې کړي، بلکه په نورو هېوادونو هم افغانان حاکمان شوي دي.
په اوسني وخت کې افغانستان تر هرڅه لومړی ځواکمن نظام ته اړتیا لري، دا ځکه چې افغانستان په اوس مهال کې په بهرنیو مرستو ولاړ هېواد دی، نه یواځي دا چې بهرنۍ مرستې د هېواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزي پراختیا لامل شوې بلکه په هېواد کې د بې نظمۍ او نظام ضد کړنو په ترسره کولو کې ترې نه ګټه اخېستل شوې ده، او هر هېواد د نوموړو مرستو په وسیله خپلې موخې مخ ته وړي دي.
د افغانستان په شان وروسته پاتې هېوادونو لپاره ځواکمن مرکزي نظامونه ډېر اړین او ګټور تمامیږي، هغه دا چې افغانستان په وچه کې پروت او په سیمه کې یو ستراتيژیک هېواد ده، نو ګاونډيو هېوادونو تل د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې کوښښ کړی او کوي يې، او تل په هېواد کې د ځواکمن نظام د رامنځته کېدو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي.
د افغانستان په شان په بهرنیو مرستو ولاړ هېواد لپاره د مرکزي حکومت ځواکمنتیا ډېره ګټوره تمامیږي، هغه دا چې:
• د منظم او یو موټي ځواکمن امنیتي ځواک په رامنځته کېدو کې اړین رول لوبولای شي.
• د عوایدو د مرکزي کېدنې په پروسه او لګښتونو کې مؤثریت او روڼتیا رامنځته کېدای شي.
• په ښه توګه د مرکزي حکومت اوامر او قانون په ټولو یو شان پلي کېدای شي.
• په کړنو کې روڼتیا، حساب ورکونه او د کیفیت لوړوالی رامنځته کېدای شي.
• د ټول هېواد په کچه یو شان کړنې ترسره کېدای شي.
• په لید لوري او موخو زیات تاکید کېدای شي.
• ښه حکومتولي او ښه همغږي رامنځته کېدای شي.
• د بهرنیو هېوادونو له لوري د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنو مخنیوی کېدای شي.
که څه هم د نظامونو غیر مرکزي کېدنه یا د واک لېږد له مرکزي ادارو څخه ولایتي یا محلي ادارو ته د هېوادونو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه پیاوړتیا کې اغېزمن رول لوبوي، خو که په وروسته پاتې هېوداونو کې د غیر مرکزي کېدنې او د هغې د پلي کېدو پروسه وڅېړل شي له ورایه څرګندیږي چې نوموړي پروسه له ډېرو خنډونو سره مخ شوې ده، نه یواځې دا چې د هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزي پراختیا بلکې د هېوادونو د کمزورتیا لامل شوی ده.
د افغانستان په شان وروسته پاتې هېواد چې تازه دیموکراسي په کې پیل شوې ده، او ډېری سیاسیونو یې تل د هېواد د ملي ګټو په وړاندي د بهرنیو هېوادونو اجنډاوې په مخ وړي، د هېواد نافذه قوانینو او دیموکراتیکو جوړښتونو ته يې هېڅ ارزښت هم نه ده ورکړی، او تل يې د مرکزي حکومت د کمزورتیا لپاره هڅې کړي، د نظام غیر مرکزي کېدنه به ډېرې ستونزې رامنځ ته او د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزي پراختیا به منفي اغېزه وکړي.
په افغانستان کې چې په بهرنیو مرستو ولاړ هېواد ده، غیر مرکزي کېدنه او د هغې پلي کېدل به ډېر وخت ونیسي، که ولایتونو ته ځیر شو په اوس مهال کې د افغانستان هېڅ ولایت د دې جوګه نه دی چې خپل لګښتونه له خپلو کورنیو سرچینو څخه پوره کړي، چې بیا هم مرکزي حکومت ته اړتیا لیدل کېږي ترڅو ورسره مرسته وکړي، او بل دا چې که اوسنی حالت و څېړل شي په ولایتونو کې ډېری پخواني ټوپکمار او زورواکي په ډېر قوت سره شتون لري، چې د بهرنیو استخابراتو له لوري يې ملاتړ کېږي، او ډېری عایداتي سرچیني د دوي تر ولکې لاندې سیمو کې دي، او دا په خپله بیا د محلي حکومتدارۍ په وړاندي لوی خنډ ګرځېدل کېږي.
دا چې ډېری سیاسیون او پخواني ټوپکمار په فساد کې ښکېل دي، نو دوی د خپلي بقا د تأمين لپاره هڅه کوي تر څو غیر مرکزي نظام رامنځته، او د عدلي او قضايي ارګانونو او مرکزي حکومت له لوري د فشار په وخت کې دوی په اسانۍ وکولای شي د خلاصون لار و مومي.
په افغانستان کې د نظام غیر مرکزي کېدنه او د هغې پلي کېدل ډېر وخت او زیات لګښت ته اړتیا لري.
لومړی تر ټولو اړین ګامونه چې د غیرمرکزي کېدني لپاره باید واخیستل شي په لاندی ډول دي:
• د ځواکمن او یو موټي امنیتي ځواک جوړول.
• د تلپاتي سولي رامنځ ته کول.
• د مرکزي دولت ځواکمنتیا او په ټولو یوشان د قانون پلي کول.
• اقتصادي پیاوړتیا او د عایداتي سرچینو پیدا کول.
• په لوړه کچه د سیاسي ځواک، ټولنیزي اجماع او د هېواد ملي ګټو ته ژمنیتا رامنځ ته کول.
• په بهرنیو مرستو اړتیا کمول، په سیمه اییزه او نړیواله کچه د اړیکو رغول او د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهني مخنیوی.
د نظامونو غیر مرکزي کېدنه هغه وخت ګټوره تمامېدای شي چې د هېواد ټول سیاسون او وګړي د هېواد نافذه قوانینو او دیموکراتیکو جوړښتونو ته پوره درناوی او باور ورباندې ولري، په اوسنیو شرایطو کې چې هېواد د کورنیو او بیرونیو دښمنانو سره لاس او ګریوان دی، د نظام غیر مرکزي کېدنه، نه یواځې دا چې د هېواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزي کمزورتیا لامل به شي بلکې هېواد به په څو برخو وویشل شي، هغه دا چې په هېواد کې د غیر مرکزي کېدني له پروسي څخه مخکې له مخکې باید ځیني کړنې ترسره شي، چې په لاندي توګه دي:
• د ځواکمنو امنیتي ځواکونو جوړښت او د هغې غیر سیاسي کول.
• مؤثره قضایه٫ مقننه او اجرائیه قوه رامنځته کول تر څو له فساد سره د مخنیوي په مبارزه کې مثبت رول ولوبوي او د منابعو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي.
• د ځواکمنو دیموکراتیکو بنسټونو جوړښت.
• نافذه قوانینو، دیموکراتیکو اصولو او جوړښتونو ته د ټولو سیاسي او غیر سیاسي څېرو درناوی.
• د هېواد په دولتي چوکاټ او تشکیلاتي جوړښت له سره کتنه او د بنسټیزو مېکانېزمونو جوړښت.
• د هېواد په اقتصادی سیستم له سره کتنه او د مؤثره اقتصادي پالیسیو جوړول.
• ټول ولایتونه دې ته اړ ایستل ترڅو خپل لګښتونه له خپلو داخلي سرچینو څخه تر لاسه کړي.
• د داخلي عوایدو زیاتوالی او د عایداتي سرچینو پیدا کول.
• قوي اداره او تخنیکي ځواک رامنځته کول.
• د عامه پالیسیو جوړښت او په ښه توګه پلي کول.
• د ځواکمنو سیاسي حزبونو رامنځ ته کول او د هېواد ملي ګټو ته د دوی د رهبرانو او غړیو ژمنتيا.
• په لوړه کچه بدلون ته سیاسي او ټولنیز چمتووالی او د فکري بدلون رامنځته کول.
• په محلي کچه د پایداره ظرفیت لوړوني پروګرامونو په لار اچول.
• د روڼتیا او حساب ورکوني لپاره د ځواکمن قانوني چوکاټ رامنځته کول.
• د ښې محلي حکومتولۍ رامنځته کول.
دا چې په دي وروستیو کې ځیني کړۍ او سیاسیون بې له دې چې په اوسنيو شرایطو کې د هېواد حالات په ښه توګه وڅېړي، چې آیا په اوس وخت کې هېواد دې ته چمتو دی تر څو د نظام غیر مرکزي کېدنې پروسه پیل شي او کنه؟ د بهرنیو کړیو په اشاره د نظام د غیر مرکزي کېدني غوښتنه کوي، چې په اوس وخت کې د هېواد سیاسي٫ اقتصادي او ټولنېزو حالاتو ته په کتو سره ډېر ستونزمن کار ده.
په یوځل غیر مرکزي کېدنه به هېواد ته ډېري بدې پایلې رامنځ ته کړي، د نظامونو غیر مرکزي کېدنه یوه پروسه ده چې ټول تطبیق يې په یو ځل ناشونی او په هېڅ ډول د پلي کېدو وړنه دی، چې په لاندې توګه په بېلا بېلو پړاوونو او بېلابېلو برخو کې د واک لېږد تر سره کیږي:
1. سیاسي لېږد: ولایتونو یا محلي ادارو ته سیاسي لېږد کې مرکزي حکومت کوښښ کوي ترڅو د پالیسیو په جوړولو او پلي کولو کې د مرکزي حکومت واک او کنترول کم او د محلي یا ولایتي ادارې واک او کنترول زیات کړي.
2. اداري لېږد: په اداري لېږد کې د تصمیم نیولو، مالي او اداري چارو واکونه محلي یا ولایتي ادارې ته ورکول کیږي تر څو يې هغوی په ښه توګه پلي کړي.
3. مالي لېږد: محلي یا ولایتي ادارې باید دا مکلفیت پیدا کړي تر څو دوی وکولای شی خپل لګښتونه حد اقل له خپلو داخلي سرچینو څخه تر لاسه کړي.
4. اقتصادي لېږد: په دي سره مرکزي حکومت کوښښ کوي چې د آزاد بازار سیستم رامنځ ته او خصوصي سکتور ته ځیني واکونه وسپاري تر څو په ښه توګه خدمتونه وړاندې کړي.
5. ټولنیز لېږد: په دې سره مرکزي حکومت کوښښ کوي چې په ولایتي یا محلي کچه ټولنه دې ته واداره کړي ترڅو دوی بدلون ته پوره چمتووالی ولري٫ د عامه پوهاوي پروګرامونه په لار واچول شي، او خلکو ته په دیموکراتیکو پروسو کې د ګډون ونډه او د سهولتونو په چمتو کولو سره د ټاکنو حق ورکول٫ ترڅو په لوړه کچه فکري بدلون رامنځته شي.
په همدې توګه مرکزي حکومت مکلفیت لري تر څو ټولې ځمکې، ځنګلونه، اوبه، طبعي زېرمې او نورې سرچینې کنترول او د هغې ساتنه وکړي، او کوښښ وشي چې نوموړي سرچینې پخپله په ښه ډول مدیریت کړي، او یا يې هم د خصوصي سکتور په مرسته مدیریت کړای شي تر څو موثره ګټه ترې نه واخېستل شي.
په افغانستان کې د غیر مرکزي کېدني پروسي پر وړاندي په ولایتي کچه پراته خنډونه:
• په ولایتي کچه د پوره امنیت نه شتون
• په ولایتي کچه د غیر ځواکمني حکومتولۍ شتون چې نه شي کولای په ښه توګه قانون پلی او خدمتونه وړاندې کړي.
• په ولایتي کچه د کمزورو تخنیکي ظرفیتونو شتون چې نه شي کولای له منابعو څخه په موثره توګه ګټه پورته کړي.
• په ولایتي کچه د مالي سرچینو نشتون تر څو محلي اداره وکولای شي خپلي ورځنۍ چارې په ښه توګه ترسره کړي.
• په ملي او محلي کچه د ګټورو پالیسیو نشتون تر څو په پلي کېدو سره يې مثبت بدلون رامنځته شي.
• په ولایتي کچه د زورواکو او مافیايې کړیو شتون چې د عوایدو ډېری سرچیني د دوی تر ولکې لاندې دي او د دوی له لوري ضایع کیږي.
• په ولایتي کچه د ځواکمنې ادارې او بنسټونو ترمنځ د ښې همغږۍ نشتون.
• په طبعي زېرمو او عایداتي سرچینو د محلي ادارې د واک نشتون.
• په ولایتي کچه د فساد د کچې زیاتوالی او د حساب ورکونې سیستم نشتون.
• په ولایتي کچه د کلیو٫ ولسوالیو او د ولایتونو د مرکز ترمنځ د ښو اړیکو او همغږیو نشتون.
• په ولایتي کچه بدلون ته د سیاسي او ټولنیز ځواک د ژمنتیا نشتون.
پورتنیو ټکو ته په کتو سره له ورایه څرګندېږي چې په افغانستان کې به د نظام غیر مرکزي کېدنې پروسه څو لسیزي وخت ونیسي، تر څو په ښه او مؤثره توګه پلي او د هېواد په ابادۍ او سوکالۍ کې مثبته او رغنده تمامه شي، دا ځکه چې په تېرو شلو کلونو کې په لوړه کچه د هېواد سیاسون دې ته جوګه نشول، تر څو د هېواد له نافذه قوانینو او دیموکراتیکو جوړښتونو څخه ملاتړ او هغې ته پوره درناوی وکړي.
غیر مرکزي نظام هغه وخت مؤثر ثابتېدای شي چې په هېواد کې تل پاتې سوله، ځواکمن بنسټونه او شفاف د حساب ورکونې سیستم رامنځته ، د مؤثرې قضایه قوې جوړښت او د فساد سره جدي مبارزه، د غیر مسؤوله وسلوالو او زورواکو له منځه وړل، په بهرنیو مرستو اړتیا کمېدل، د مؤثرو اقتصادي پالیسیو جوړول او د عایداتي سرچینو پیدا کول، د هېواد ملي ګټو ته د ټولو وګړو ژمنتیا، په لاس کې د موجوده منابعو څخه پوره ګټه پورته کول، او په ټوله کې د هېواد د وګړو او سیاسونو له لوري د هېواد نافذه قوانینو ته بشپړ درناوی او په ښه توګه د هغې پلي کول ترسره شي.
په اوسنیو شرایطو کې د نظام غیر مرکزي کېدنې سره به د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز جوړښتونه لا نور هم کمزوري، د هېواد امنیتي وضيعت به لا کړکیچن او بهرنيو هېوادونو ته به په اسانۍ سره د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې زمینه برابره، او هېواد به نور هم ګاونډیو هېوادونو ته د تل لپاره اړ پاتې وي.
نو په همدې توګه په اوس وخت کې د نظام غیر مرکزي کېدنه د ټولو نړیوالو معیارونو خلاف غیر اصولي، غیر اقتصادي، غیر سیاسي او غیر ټولنیزه کړنه ده٫ چې د ګران هېواد٫ ټولنې او ملت په زیان او د ګاونډیو او سیمه اییزو هېوادونو په ګټه تمامیږي.
په درنښت
نویدالرحمن شهباز
پنجاب پوهنتون٫ چندیګهر٫ هندوستان
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.