عمر داودزی د سیمه ایزو ارګانونو ریس وټاکل شو
خبریال ویب پاڼه – د اشرف غني د کمپاین مشر محمد عمر داودزی د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو .
د ارګ سرچینو خبریال ویب پاڼې ته وویل چې د عمر داودزي د ټاکنې پر فرمان ولسمشر لاسلیک وکړ او هغه ته یې په ارګ کې مبارکي وویله .
عمر داودزی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین مشر وو.
عمر داودزی د افغانستان یوه سیاسي څېره ده چې په بیلا بیلو ادارو کې کار کړی دی .
نوموړی له ۱۳۷۵ لمریز کال نه تر ۱۳۸۰ کال پوري د په اسلام اباد کې په یو این ډېي نړۍ واله موسسه کې مرستیال مشر وو.
افغانستان ته د طالبانو له واکمنيوروسته راغلو او د حامد کرزي د حکومت پر مهال د ګڼو نورو سیاسیونو سره یو ځای په حکومت ورګډ شو .
په ۱۳۸۲ کال کې د حامد کرزيددفتر ریس او وروسته په ۱۳۸۴ کال کې په ایران کې دافغانستان سفیر وټاکل شو .
له یو کال سفارت وروسته بېرته کابل ته راستون شو او په ۱۳۸۵ کال بیا په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ریس وټاکل شو .
په کال ۱۳۹۰ کې چې دافغانستان او پاکستان اړیکي خرابې شوې یو ځل بیا عمر داودزی د اړیکو د سمون په موخه په پاکستان کې د سفیر په توګه وګمارل شو .
عمر داودزی له ۲۰۱۳ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پوري د یو کال لپاره د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توګه هم پاتې شوی دی .
عمر داودزی په په ۱۳۳۶ لمړریز کال د کابل ولایت په قرباغ ولسوالي کې زېږېدلی دی .
عمر داودزی د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي ته بریالی شو خو په ۱۳۵۶ کال کې د نورو ډېری ځوانانو په څېر ښاغلي داودزي هم دافغانستان جهاد ته ملا وتړله او پاکستان ته لاړ .
په پاکستان کې د لږ وخت تېرېدو وروسته بریتانیا ته مهاجر شو او د بریتانیا په مانچسټر ښار کې له ویکټوریا پوهنتون نه د مدریت په برخه کې ماسټري وکړه .
ویل کېږي چې عمر داودزی له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران سره ښې اړیکي لري او ښايي حکومت ته په بیا ننوتلو ددغو دواړو هیوادونو سره دافغانستان کړکېچنې اړیکي ورغوي .
تر اوسه د عبدالمتین بیګ د افغانستان د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر وو ؛ په ارګ کې د خبریال ډات کام سرچینې وايي چې ښاغلی بیګ د محليارګانونو د ادارې له مشرتوب نه په لیري کېدو خوښ نه وو؛ خو د سرچینې په وینا ښايي ولسمشر یې په کوم هیواد کې د سفیر په توګه مقرر کړي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.