The news is by your side.

کندوزیانو حکمت د کرونا په تړاو په نه مرسته تورن کړ

خبریال ډاټ کام: د کندز ولایت یوشمېر وکیلانو او مدني فعالانو والي جبار نعیمي او مرکزي حکومت د کورنا ناروغۍ پر ضد په کمکارۍ تورن کړ.

هغوي وايي چې محلي چارواکیو د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز وايي، سره له دې چې د دغه ولایت اوسېدونکي د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو ولایتي ادارې ورته د روغتیايي خدماتو رسولو برخه کې بې‌غوري کوي.

د نوموړې په وینا، ۱۰۰ میلیونه افغانۍ له کورونا سره د مبارزې لپاره کندوز ته ځانګړې شوي، خو یادي‌پیسې تر اوسه نه دي‌لګول شوې .

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي وايي، په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د تشخیص مرکز نه موجودیت د کندوزیانو اصلي اندېښنه ده.

هغه له ولسمشر نه غواړي چې دغه ولایت ته پام وکړي ‌تر څو انساني ناورین به جوړ شي.

د کندوز مدني فعالان هم د ولایتي ادارې او مرکزي حکومت پر بې‌غورۍ نیوکه کوي او وايي، د کندوز د کورونا په ځانګړي ۷۵ بستریز روغتون کې لومړني روغتیايي امکانات نشته او روغتیايي مسوولان پر کورونا د اخته کسانو اصلي شمېر پټوي.

خو د کندوز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وايي، کومې سل میلیونه افغانۍ چې کندوز ته ځانګړې شوي، د دغه ولایت پر روغتون لګول کېږي.

د کندوز د عامې روغتیا رییس احسان ‌الله افضلي وايي، سره له دې چې لازم امکانات نه لري، خو پر کورونا ویروس د شکمنو اخته کسانو نمونې پر خپل وخت مرکز ته لېږي. د نوموړي په وینا، د کندوز روغتونونه ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.

افضلي وايي، د یوه جراحي ډاکټر په ګډون درې کسان په دغه ولایت کې پر کورونا ویروس اخته شوي او اوس په کور کې کورنټین دي. خو د دغه ولایت ځینې ډاکټران پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دې زیات بولي.

د دوی په وینا، د لازمو امکاناتو نه موجودیت لامل شوی چې خلک روغتونونو ته کم ورشي.

د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې، تر اوسه په کندوز کې ۸ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي او لسګونه نورې نمونې تر اوسه نه دي تشخیص شوې.

دا په داسي حال کې ده چې په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې پر والیانو ورته نیوکې کېږي‌.

په بریتانیا کې چې یو د نړۍ له پر مخ تللو هیوادونو نه ده نیوکه شوې چې ډاکترانو ته لازم روغتیا يي اسانتیاوي‌نشي‌برابرولای .

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance