له یونان نه لسګونه افغان کډوال جرمني ته لېږدول کېږي

خبریال وېب پاڼه/دش کرونا وبا په خپرېدو سره د یونان په کمپونو کې مېشت کډوال جرمني ته لېږدول کېږي.

د کرونا وبا په خپرېدو سره نړیوالو روغتیایي بنسټونو او آلمان غوښتي چې د یونان په کمپونو کې پراته کډوال جرمني ته ولېږل شي. په دغه کډوالو کې چې لویه برخه یې د افغانستان او منځني ختیځ له جګړه ځپلو هېوادونو څخه دي، جرمني ته یې د لېږلو پرېکړه شوې ده.

ویل کېږي په دغو کډوالو کې چې یوه لویه برخه یې افغان دي، جرمني ته یې ډېری هغه بې سرپرته افغان ماشومان دي چې د آلمان په کمپونو کې دېره وو.

هر کال له افغانستان څخه زرګونه افغانان اروپا ته د دایمې اقامې لپاره مهاجر کېږي. په دوی کې یوه لویه برخه یې په لارو کې له خورا سختو حالاتو سره مخ کېږي چې ځینې ورڅخه په اوږدو او سپېرو دښتو کې تنده او لوږه وژني او یوه بله برخه په دریابونو کې د ماهیانو خوراک کېږي. داسې کسان هم شته چې د اروپا په لاره په ځینو هېوادونو کې د مؤظفو پولیسو لخوا وژل کېږي.

یو شمېر اروپایي هېوادونو که څه هم وار له مخې افغانانو ته د رسنیو له لارې دغو هېوادونو ته د نه ورتګ په پار د عامه پوهاوي خپرونې کوي خو بیا هم سلګونه و زرګونه افغانان د اروپا په خوا روان دي. په هېواد کې روانه اوږده کورنۍ جګړه او غربت د دغه مهاجرت یوازینی لامل بلل کېږي.

په تازه استول شویو کډوالو کې یې ډېری د افغانستان او وریې څخه دي. د راپورونو له مخې تر دې دمه سلګونه کډوال جرمني ته لېږل شوي چې لویه برخه یې افغانان دي. جرمني د کډوالو په هکله په خپل تازه بیان کې ویلي چې دوی به د یونان له کمپونو څخه شاوخوا ۳۵۰ نور کډوال هم جرمني ته ولېږدوي.

په ورته وخت کې د سویس لخوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دوی به د یونان له کمپونو څخه تر ۱۶۰۰ پورې ماشومان خپل هېواد ته ولېږدوي. په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دوی به زیات تمرکز په هغو ماشومانو وکړي چې بې سرپرسته دي او څوک نه لري. د شنونکو په وینا دغه هېوادونه بې سرپرسته ماشومان ځکه خپلو هېوادونو ته لېږدوي چې له دوی نه د خپل هېواد په ګټه په راتلونکي کې ښه استقاده کولی شي.

د یونان په کمپونو کې شاوخوا سل زره کډوال مېشت دي. دوی په دې تمه دي چې اروپایي هېوادونو ته لاړ شي خو د لارو سخت والي په دغو کمپونو کې تم کړي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More