یو شمېر ولایتونو کې دولتي ځمکې ثبت شوې
خبریال وېب پاڼه/ په کابل ،میدان وردګو، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې دولتي ځمکه ثبت شوې.
د ښار جوړولو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې په وردګو ولایت کې ۱۰۷۱۱۸ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
دغه اندازه ځمکه په ۱۸۹ قطعو کې چې ۱۰۱۳۷۸ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۵۷۴۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.
په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره؛ په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټولګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.
په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.
په ورته وخت کې بیا سرپل ولايت کې له ۱۸۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه.
د ښار جوړولو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په سرپل ولايت کې ۱۸۰ زره ۱۸۷ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړل.
له دې ډلې په ۶۵ قطعو کې ۱۷۹۶۰۷ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۱۴۶ قطعو کې ۵۷۹،۷ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې تر اوسه په ۶۰۹۲ قطعو کې ۵ ميلیونه ۳۹۲ زره او ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، ثبت او نښه کړي دي.
په کابل ولایت کې ۲۵۸۲۵۳ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په کابل ولایت کې ۲۵۸۲۵۳ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
دغه اندازه ځمکه په ۲۶۰ قطعو کې چې ۲۵۰۰۷۷ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۸۱۷۶ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.
په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.
په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.
پکتیکا کې له ۲۳۴ زره جریبو ډېره دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې په ۱۰۲ قطعو کې ۲۳۴ زره ۸۸۷ جریبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې په ۵۵ قطعو کې ۲۲۸۷۸۴ جریبه سپینه دولتي ځمکه او په ۴۷ قطعو کې ۶۱۰۳ جریبه دولتي املاک دي چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۶۰۹۲ قطعو کې ۵ ميلیونه ۳۹۲ زره ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.