The news is by your side.

ورزش کاران په قرنطین کې څه کوي؟

خبریال وېب پاڼه/ اوس مهال په درګرده ټوله نړۍ کې په زیاتو برخو قرنطین دی، له روغتیا پالانو پرته نور ډېری وګړي پر کور ناست دي.

ورزش کاران چې هره ورځ باید تمرین وکړي، د قرنطین په موده کې په کور ناست دي، خو د دوی تمرین به څنګه کیږي؟

یو شمېر ورزش کارانو لا هم د قرنطین په موده خپل تمرینات نه دي پرېښي.

افغان سوک وهوونکی سهیل احمد مغلزی، چې له کرونا وبا د خوندیتوب په موخه نوموړی قرنطین دی، د ځانګړي مهالوېش له مخې خپل تمرینات ترسره کوي.

افغان سوک وهوونکی سهیل احمد مغلزی چې ټاکل شوې وه، د روان ٢٠٢٠ز کال د همدې میاشتې(اپرېل) په وروستیو کې به د سوک وهنې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي، خو د کرونا وبا له امله سیالۍ ترسره نه شوې او تر نا معلومې مودې ځنډېدلي دي.

افغان سوک وهوونکی سهیل احمد وایي، د تېر په پرتله د سوک وهنې نړیوالو سیالیو ته یې لا ډېر چمتووالی نیولی.

سهیل احمد له خپلو هېواد والو هیله ښیي، چې د کرونا وبا تر پای ته رسېدو په کورونو کې پاتې شي او د نوموړي په وینا چې د کرونا له وبا دې ټول انسانان په امان شي او د وبا له ختمېدو سره دې انسانان ژر خپل عادي ژوند ته را وګرځي.

په ټوله نړۍ کې د کرونا د خوندیتوب له املا د ګڼې ګوڼې پر ځایونو بندیزونه لګېدلي، هر څه په ټپه ولاړ دي او په یو شمېر برخو کې بیا محدودیتونه شته.

د کرونا وبا د سپورت په نړۍ هم خپل سیوری غوړولی، چې د کرکېټ، فوټبال، ازادې سیالۍ(فري فایټ) سوک وهنې او یو شمېر نورې سیالۍ لغوه شوي او تر نا معلومې مودې پورې به ځنډېدلې وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.