The news is by your side.

سټولټنبرګ: په هر ډول حالاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

خبريال ويب پاڼه/ د ناټو عمومي منشي جینس سټولټنبرک په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويل چې ناڼو به په هر ډول حالاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه وکړې.

دا په داسي حال کې ده  چې طالبان په افغانستان کې خپل بریدونه ګړندي کړي، د ملګرو ملتونو سرمنشي  سټولټنبرګ وايې چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره لارې لټوي.

جینس سټولټنبرګ پرون د اروپايي اتحادیې د دفاع وزیرانو یوې غونډې ته وویل چې که څه هم د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو لپاره د ناتو روزنیز ماموریت پای ته رسیږي ، خو دغه اتحادیه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه: “د غوڅ ملاتړ ماموریت پای له افغانستان سره زموږ د اړیکو پای نه معنی لري. دا یو نوی فصل پرانیزي. اوس موږ ګورو چې څنګه په افغانستان کې د افغان ځواکونو ملاتړ ، روزنې او ملاتړ ته دوام ورکوو.

بايد  وويل شې د ناڼو سرمنشي دغه څرګندونې په داسي حال کې کوي چې طالبانو خپل زيات کړي او په افغانستان جګړې زور اخيستي.

اوس مهال د افغانستان په ۲۹ ولايتونو کې سخته جګړه روانه  ده.

طالبانو د څو ولايتونو د سقوط خبرداری ورکړی خو بل پلو بيا افغان حکومت ويلي چې د طالبانو بريدونه يې په شا تمبولي او ګڼو طالبانو ته يې سخته مرګه ژوبله اړولي ده.

د افغانستان دفاع وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړي چې يوازي هلمند ولايت کې د ۱۵۰ زيات طالبان وژلي او ګڼ شيمير نور يې سخت ټپيان کړي دي.

د دفاع وزارت په دغه اعلاميه کې وروسته راځې په غزني بغلان او ګڼو ولايتونو کې يې د طالبانو په مرکزونو درنه بمباري کړي ده او ګڼ طالبان يې وژلي دي.

خو بل پلو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په طالبانو غږ وکړ چې نور دې جنګ ته پلمې نه لټوې  د افغانانو له وژنې لاس دې واخلي.

ولسمشر غني پرون په يوه جوړه شوي ناسته کې وويل چې که طالبان غواړي ځان افغانان قابت کړي بايد له پاکستان سره خپلي اړيکې پري کړي او له افغانستان سره د يوه ميېز په سر په سوليزه توګه راتلونکی حکومت وټاکي.

د هفه په خبره نور په افغانستان کې د جنګ پلمه ختمه شوي ولسمشر طالبانو ته په اشارې وويل چې مخکي وويل چې بهرنيان راغلي اشغال دی اوس خو اشغال هم حتم شو اوس جکړه د څه لپاره.

طالبانو څو ځله په وار ،.وار سره ويلي چې دوی تر هغو خبرو ته نه کيني چې ټول امريکايې ځواکونو له افغانستان څخه نه وي.

طالبانو په خپلو اعلاميو څرګنده کړي چې د ولسمشر غني حکومت ورته د منلو نه دی بايد سولي په نامه يو موقت حکومت رامنځته شې.

Comments are closed.