The news is by your side.

امریکا  سرغړونه وکړه، طالبان افغانان وژني اوس کومه ډله ماته سوې؟

خبریال ویب پاڼه/ امریکا وویل د می پرلومړۍ وزو، طالبانو وویل ووزئ که نه وي بیا درباندې بریدونه کوو، خو مغروره امریکایانو د طالبانو ګواښ طاقت جګړه هیڅ هم و نه بلله او په خورا بې پروايي وویل چې موږ به د مي پر  لومړۍ نه بلکې د سپټمبر پر۱۱ نېټه له افغانستانه وزو، خو طالبانو ته يې وویل که مو کار راباندې ودرلود نو له بدو پایلو سره به مخ سي.

د امریکا خطرناکه ګواښ

کله چې د مي لومړۍ نېټه راغله موږ دې ته انتظار وو، چې اوس به وسلوال طالبان د الهي په لاره کې د دوی په وینا سپېڅلی جهاد پیل کړي او پر امریکايي او بهرنیو سرتیرو باندې به قیامت جوړ کړي خو داسې ونه سول.

طالبانو بیا جوړجاړی کړی

ویل کیږي چې طالبان له امریکايي او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې نه کولو لپاره د پاکستان په منځګړیتوب جوړجاړی کړی خو ویلي یې دي چې افغان وژنې ته به ادامه ورکوي په دې وروستیو کې له طالبانو وغوښتل سول چې امریکایان وزي فرض روژه ده او باید طالبان جګړه کمه او اوربند وکړ خو دوی وویل په روژه کې جهاد کول ثواب لري بیاهم همدا فکر وسو چې طالبان به د بهرنیانو پر ضد وسله پورته کړي خو دوی یوازي بیاهم عام افغانان او افغان ځواکونه په نښه کړل.

د نویو شمېرو له مخې چې طالبانو په دې نژدې موده کې لس ځانمرګي، سل  بریددونه او ۳۰ هدفي بریدونه ترسره کړي چې یوازي ملکي ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دا چې د مي راورورسته باید طالبانو پر امریکایانو هم بریدونه کړي وای تراوسه د یوه امریکايي پوزه هم نه ده وینې سوې؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ټولو بریدونو کې چې د افغان ځواکونو پر ضد ترسره سوي ډیری برخه قربانیان يې ملکي وګړي دي.

امریکا پر طالبانو بریدونه هم وکړل خو بیا هم طالبان چپ پاتي سول امریکا وویل طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د زور له لارې قدرت ته ورسیږي.

امریکا ولې په طالبانو ویاړ وکړ؟

د امریکا د دفاع وزارت په خپله نوې شمېره کې خوشحالي او افتخار کړی چې طالبان ورباندې بریدونه نکوي او دوی لاهم سیمې ته بي ۵۲ ډوله ایف ۱۶- ۱۵ الوتکې استولې ترڅو هلته د امریکايي سرتیرو دخوندیتوب لپاره هڅه او کار وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استین په خپلو تازه څرګندونو  کې وویل طالبان تاوتریخوالی زیات کړی هغوی پر افغان ځواکونو دورځې ۷۰ تر ۱۲۰ بریدونه کوي خو پرموږ هیڅ برید نکوي له همدې امله داسې ښکاره سوه چې ګواکي امریکا په طالبانو  ویاړ وکړ.

که څه هم دا هرڅه ټول ملت او اسلام  ته ښکاره دي چې اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ برخورد څنګه په دوستانه توګه روان دی خو بیاهم طالبان وايي چې  په افغانستان کې د دولت پر ضد جهاد روان دی او ترڅو چې يې دولت له منځه وړی نه وي  نو نه کښیني.

د سولې خبرې؟

څه هم د جګړې ترڅنګ نړیوال پر دې کوښښ کوي ترڅو په افغانستان کې د خبرو له لارې روانې  جګړې ته د پاي ټکی ومومي خو بیاهم طالبان له دې موقع څخه هم سرپیچي کوي  او غواړي چې د سولې په هکله په هیڅ یوه ناسته کې ګډون ونکړي خو سیمه ییز هېوادونه او امریکا لګیا دی چې دوی راضي کړي.

د طالبانو فکر

طالبان فکر کوي چې د زور له لارې واک ته رسیدلی سي خو دا یې هیر کړي دي چې د افغان حکومت له اوسني پیاړتیا سره سره د لته د امریکا او نړیوالې ټولنې تضمین هم موجود دی او هغوی د دې دولت ملاتړ تر هغه وخته کوي څو چې دویو د نړۍ پر د اقتدار وي یعني خپله ناکامي او رنګ بدي هیڅکله نه غواړي

Comments are closed.

koi finance