The news is by your side.

جرمني کې د سولې مهمه غونډه څه پريکړه به پکښي وسي؟

خبريال ويب پاڼه/ تردې وړاندې د سولې د دې غونډې په هکله هيڅ مالومات نهرهي ورکول سوي خو داسې ښکاري چې دا مهمه غونډه چې مهم هېوادونو پکښي ګډون کړی ترسره سو.

يه جرمني څخه راپورونه وايي د جرمنی امريکا او نورو سيمه ييزو هېوادونو استازو په ګډون يې نن برلين ښار کې د افغان سولې نر تړاو مهمه غونډه را بللې.

په دې غونډه کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو، ناروې، جرمني، فرانسې، بريتانيا او اټليا سفیرانو ګډون کړی وو، جرمني ويلي په دې حساسو وختو کې ه همفکرو تر منځ همغږي او مشهوره ډيره مهمه ده.

خليلزاد د خپلو سيمه ييزو سفرونو لړۍ يو ځل بيا پيل کړې چې څو ورځې وړاندې افغانستان او نن يې جرمني کې دي غونډه کې ګډون کړی.

د ترکیې کنفرانس تمه وه چې جوړ او اوس خلاص سوی وای خو د طالبانو د نه ګډون له امله دا کنفرانس وځنډيد او لاهم منځګړي هیوادونه کوښښ کوي تر څو طالبان راضي کړي ترڅو دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

تراوسه پوري طالبانو يوازي پر جګړه تمرکز کړی او د خپلو بريدونو په پايله کې تر دې مهاله ډير شمېر ملکیان ځانونه او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې خو دايي نه دي ويلي چې د جګړې د ختم لپاره به څه وکړي؟

پپ تيرو شاوخوا پنځلسو مياشتو کې زرګونه زره افغانان ووژل سول خو هيڅ يوه بهرني او امريکايي خپل ژوند له لاسه ور نکړ.

اوس پوښتنه داده چې لا تر څه وخته جګړه او د چا پر ضد جګړه ولې هغه امريکان چې هم سرغړونه کړې او هم ظالمان دي نه په نښه کيږي او ياهم د سولې له وروستۍ موقع څخه ګټه نه اخيستل کيږي، عانو خلکو له دولت او طالبانو څخه وغوښتل چې په روژه کې خو يې اوربند او سوله ونکړه بايد راتلوونکي اختر کې دوی د سولې څښتنان کړي.

خو تراوسه يوه لوري هم د اختر لپاره د اوربند کومه خبره نه ده کړې خټ شايد د اختر لومړۍ درې ورځې او ياهم تر دې زيات اوربند ته هيلې سته چې ترسره به سي او د خلګو غوښتنې ته به ځواب ويل سوی وي

Comments are closed.