The news is by your side.

د زور له لارې د حکومت راتګ ته د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې خبرداری

خبریال ویب پاڼه/ امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې په ګډه یو اعلامیه کې ویلي دوی په افغانستان کې د سولې او ټیکاو طرفداره دي او د افغانستان جګړه باید د خبرو له لارې حل سي.

ناټو امریکا او اروپايي ټولنې د برلین ناستې وروسته یوه ګډه وینا پاڼه خپره کړې او پکښي يې د افغان سولې او بین لافغاني خبرو ملاتړ کوي دوی وویل چې په افغانستان کې د هر ډول په زور د حکومت راتللو سره مخالف دي او داکار به سیمه ییز ټیکاو له ګواښ سره مخ کړي.

دوی په افغانستان کې د ټولګډونه جوجاړي باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې همدا سولې او دایمي امن ته د رسیدلو لپاره یوازنۍ لاره ده.

دوی په خپلو موخو او وینا وو کې ویلي چې په زوره د حکومت راتللو سره مخالفت لري او دا په راتلوونکي خطرونه هم ډیرولای سي او دوی به اجازه ورنکړي.

دوی ویلي د یوې دایمي سولې او ټولشموله جوړجاړي په برخه کې افغان دولت طالبانو او مدني ټولنې سره یو ځای  کار کولو ته ژمن دي ترڅو په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسیږي

دوی د وروستي تاوتریخوالي ټوله پړه پر طالبانو واچوله او په دې وروستیو کې يې دې هېواد کې روان تاوتریخوالی وغانده او ښکېلو لورو يې وغوښتل چې ډیر ژر جګړه پریږدي او د سولې لورته ولاړ سي.

د ګډونوالو په دې شریکه پاڼه کې د افغانستان سره په دوامداره مرستو ټینګار سوی وو، او د امریکا په ګډون يې د نړیوالې همکاري اړینه وبلله افغانستان لپاره.

دا ناسته پر داسې مهال ترسره کیږي چې د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه د درنو نښتو راپورونه ورکول کیږي چې پرمهال يې ملکیانو طالبانو اوافغان ځواکونو ته تلفات اوښتي تراوسه پوري د دې جګړو د مهارکولو لپاره څه نه دي سوي.

طالبانو ویلي چې جګړو ته به دوام ورکوي امریکا او سیمه ییز هېوادونه کوښښ کوي ترڅو پر طالبانو  فشار زیات کړي او د ترکیې کنفرانس ته يې چمتو کړي.

تراوسه پوري د برلین د کنفرانس د نورو موادو په هکله څه نه دي ویلي خو ښايي موخه يې د افغان سولې په برخه کې اجماع همغږي رامنځ ته او ښکېل لوري مجبور کړل سي چې د جګړې پر ځای سوله غوره کړي

Comments are closed.