د دولت او طالبانو په هکله د امریکا نوی دریځ د چا طرف کوي؟

خبریال ویب پآڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي طالبان دي له جګړې لاس واخلي او سوله دي وکړي.

هغه د ټویټونو په یوه لړۍ کې ویلي که چیري طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړي نو امریکا به د جمهوریت غوښتونکو افغانانو سره ودریږي او طالبانو ته به اجازه ورنکړي چې راسي.

په ورته وخت کې امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې هم د خپلو نویو خبرداریو په لړ کې افغانستان کې د زور له لارې د حکومت پر ضد خبرې کړې او ویلي يې دي چې افغانستان کې د زور له لارې د هرنګه  دولت مخالف دي او داسې حکومت د سیمې ټیکاو ته خطر پیښولای سي.

زلمي خلیلزاد ویلي که طالبان سوله غوره نکړي او هیڅ یوې غوښتنې ته ونه ګوري نو موږ د هغه افغانانو سره دریږو چې د جمهوریت ساتلو لپاره هڅې کوي او موږ د جمهوریت سیاسي یوالی اړین دی.

هغه ویلي په سوله کې نړیواله اجماع په پټه نه دریږي نوي پړاو ته د دغه هېواد په ورننوتلو سره به نړیوال هم د افغانستان ثابت ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه له ټولو لورو غوښتي چې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو له خاطره دي د سولې له وروستۍ موقع ګټه واخستل سي او سوله دي وسي.

د امریکا دا دريځ څا پیغام لر؟

د امریکا نوی دریځ د طالبانو  لپاره واضحه پيغام دی چې تاسو په اوسنۍ جګړې او تاوتریخوالي نسي کولای چې د افغانستان قدرت او واک ته ورسیږي هغوی په دې پیغام سره طالبان مخاطب کوي چې که موږ وزو بیرته هم راتلای سو نو تاسو کوښښ وکړئ چې سوله غوره کړئ؟

طالبان په کومه عقیده دي

د طالبانو دومره عجله ده چې هرڅومره ژر کیدلای سي افغانستان ونیسي او دخپل واک په منځنو کې وویشي دوی او هر جنګیالی يې دومره مورال لري چې ان عامو خلکو ته وايي چې بیابه په ښار کې د سرای او دوکانونو ځمکې درکړو خو، ځکه په دې وروستیو کې هلمند بغلان کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې يې درنې جګړې وکړې خو د یوې ولسوالۍ پر نیولو بریالي  نه سول ښايي طالبان نوره جګړه هم وکړي ځکه دوی يې د ځان حق بولي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More