The news is by your side.

طالبان او د برلین غونډه کې يې حیرانوونکی دریځ

خبریال ویب پاڼه/ څو ورځې  د طالبانو د جنګي ډلو یو ویاند افغانستان کې  رسنۍ وګواښلې چې یو طرفه او د دولت پر ضد نشرات کوي ځکه نو ښايي له بدو پایلو سره مخ سي.

طالبانو اعلان کړی چې د برلین غونډه کې يې مرکه چي پلاوی ګډون کړی او په دې غونډه کې يې یو شمېر ژمنې هم کړې دي چې عملي به یې کړي.

تر دې وړاندې نه وو، ویل سوي چې د برلین غونډه کې چې امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې د ګډون ترڅنګ دي طالبانو هم ګډون کړی وي خو اوس دوی تاید کړه چې ګډون يې کړی.

له یوه لوري طالبانو دوه و رځې  وړاندې رسنۍ وګواښلې او له بله پلوه يې برلین کې د دوی د امنیت د خوندي کولو او نور بشري نهادونو د امنیت د تامین ډاډ ورکړی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي موږ خبریالانو او مرستندویه موسسو ته د امنیت ډاډ ورکوو، ځکه موږ سولې ښې حکومتولۍ او د بیان ازادي ته ژمن یو.

نوموړی وايي د برلین ناسته کې  یې مرکه چي  پلاوي ګډون کړی او نړیوالو ته يې د خبریالانود خوندیتوب او سولې ته د ژمنتیا ډاډ ورکړی.

نعیم په یوه ټویټ کې د دې  څرګندونو  ترڅنګ ویلي چې له هېواده د مهاجرو ځوانانو د بیرته راستنیدلو زمینه برابروي او ټولو موسسو چې په بشري برخه کې فعالیتونه کوي  ډاډ ورکوي چې د دوی امنیت به خوندي وي.

طالبانو یو ځل بیا هیله وښوده چې د مشرانو نومونه يې له تور لیست څخه لیري او له دوی سره د دوحې ترسره سوې هوکړه باید عملي سي په مقابل  کې به یې دودی هم جګړې راکمي کړي.

طالبان رښتیا دې ټولو کارونو ته ژمن دي؟

که څه هم طالبان تر نړیواله سټیجه رسیدلي او هلته چیغي وهي چې د مدني بشري او رسنیزو نهادونو سره کومه ستونزه نلري او امینت يې نیسي خو اصل کې داسې نه ده طالبان هره ورځ افغانان وژني مدني او بشري نهادونه تخریبوي او خبریالان ګواښي او تر ډیره بریده کوم حقایق چې د رسنیو له پردې بهر دي همدا د طالبانو له لاسه که چیري طالبانو رسنیو ته اجازه ورکولای نو اوس به د لیري پرتو سیمو خلکو ته د ژوند اسانتیاوي  برابرې او ستونزې به يې حل وي

Comments are closed.