The news is by your side.

پاکستان او سعودي د افغان سولې په اړه غږېدلي دي

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د پوځ مشر د سعودي عربستان له ولیعهد سره پر افغان سوله او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سعودي عربستان ته تللی دی او په جده کې یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي دي.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي او سولې ته د رسېدو لپاره یې یوازېنۍ لار مذاکرات بللي دي.
دوی ویلي چې د افغان سولې لپاره تر ټولو ښه لار د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې دي او باید نور روان وضعیت پای ته ورسېږي.
سعودي ویلي چې پاکستان دې طالبانو باندې فشار راوړي، څو تاوتریخوالی کم او د خبرو له لارې سولې ته د رسېدو ګام واخلي.
د سعودي او پاکستان چارواکو دغه راز په سیمه او نړۍ کې پر روان وضعیت او شته ننګونو هم بحثونه او خبرې کړې دي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې په دې لیدنه کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر هم حضور درلود او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې هم ټینګار کړی دی.
سعودي او پاکستان به د سولې برخه کې رښتینې همکاري وکړي؟
که څه هم سعودي او پاکستان ظاهراً داسې ښوولې چې د سولې په برخه کې به ګډه همکاري کوي، خو دغو دواړو هېوادونو له طالبانو د مالي ملاتړ له لارې پر افغان خاوره جګړه روانه ساتلې ده او د پای ته رسولو لپاره یې هېڅ داسې ګام نه دی اخیستی چې ښه نتیجه دې ولري.
پکار خو دا وه چې سعودي د اسلامي هېوادونو د سرلاري په توګه د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره رښتنې هڅه کړې وای، مګر دوی برعکس د طالبانو مالي ملاتړ کړی او د جهاد په نوم یې ناولې جګړې روانې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په هېواد کې ورځ تر بلې جګړه توده کړې او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.
عام افغانان دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي او په یو ډول د دایمي اوربند غوښتنه کوي.

Comments are closed.