The news is by your side.

خوستي ځوانان  تخریب سوي پلونه په خپل  شخصي لګښت ترمیموي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان لويي لارې جګړو او د خلکو بې غوریو وخوړې ځکه نو  ډیری وخت ورسره خلک له ستونزو سره مخ وي او پروخت خپلې چارې نسي ترسره کولای.

که څه هم دا مهال د افغانستان لويي لارې په مرګوني حالت کې پرتې  دي خو د ټولګټو وزارت وايي په دې  وروستیو کې يې هڅې پیل کړې  ترڅو دې لارو ته پاملرنه وسي.

په خوست ولایت کې یوه ډله ځوانان لګیا دي او تخریب سوي پلونه په خپل شخصي  لګښت بیرته ترمیموي جوړوي ترڅو خلک ورڅخه بیرته  په عامه توګه استفاده وکړي.

د افغانستان د ټولګټو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د خوست یوې ډلې د ملي احساس لرونکو ځوانانو له لوري د هغه پله یوه ورانه سوې برخه چې وروستیو سیلابونو تخریب کړې په خپل شخصي لګښت ورغوله او خلک په عامه ډول سره اوس کولای سي ترې ګټه واخلي.

دغه پُل چې ۱۰ متره اوږدوالی لري د خوست په ګربزو ولسوالۍ د بړې تاڼې په سيمه کې موقعيت لرې چې غلام خان بندر ته پر غځېدلي سړک پروت دی.

وطن او خلکو ته کار یوازي د دولت مسؤلیت نه دی

په خوست کې دا ډله ځوانان او په بل ولایت کې باید بله ډله با احساسه خلک پیدا او د خپلو عامه ځایونو ساتنه او پالنه وکړي سړکونه پلونه ښوونځۍ او روغتونو او په ټوله کې ټول عامه ځایونه ملي شتمنۍ دي چې په رغولو او ساتنه کې يې د ټول ملت مسؤلیت اړین دی.

د خوست دې ځوانانو ټولو ته پیغام ورکړ چې پلونو ته بمونه نه بلکې له شخصي جیبه پیسې ورکړئ او پرې  ويې رغوئ ترڅو پر هغه لاره ټول تیریدونکي افغانان هوسا او له ستونزو لیري وي.

د افغان لارې او سړکونه؟

که څه هم په لومړیو کې د افغانستان نژدې ټولې لارې ورغول سوې خو وروسته له جګړو بمې چاودنو او د موټر چلوونکې له درانه وزن څخه بیرته ټولې تخریب او کنډي کپر سوې، چې اوس يې خلک له خورا لویو ستونزو سره مخ کړي.

دجوړیدولو لپاره یې څه سوي؟

د افغانستان د ټولګټو وزارت ویلي چې د هېوا په ګوټ ګوټ کې سړکونو  لارو پلونو  او پلچکونو جوړولو ته پاملرنه کوي او دا مهال يې زیات شمېر پروژې پر همدې چارو پیل دي

Comments are closed.