تحریک طالبان او بلوڅ ملتپالو پاکستاني عسکر تبا کړل

خبریال ویب پاڼه/ په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د نا امنیو راپورونه ورکول کیږي له تیرو دوه اونیو را په دې خوا په محکومه پښتونخوا او بلوچستان کې په درجنو پاکستاني عسکر په هلاکت رسیدلي.

پاکستاني دولت د ملت د خطا ایستنې او نورو چل بازیو په خاطر یوه او بله بهانه کوي او عسکر يې له یادو دوه ډلو په ویره دندې نه ترسره کوي ویل کیږي چې یوازي له تیري یوې اونۍ را په دې خوا په جګړو ماین چاودنو او چریکي بریدونو کې تر ۲۵ زیات پاکستاني عسکر په هلاکت رسیدلې او دا لړۍ هم روانه ده.

په دې پیښو کې په درجنو پاکستاني عسکر مرګوني ژوبل سوي هم دي چې درملنه يې سخته او ښايي هلاک سي تحریک طالبان او بلوڅ ملتپال وايي چې دوی د پاکستان ظالم ریاست او عسکرو په وړاندې خپلو مبارزو ته دوام ورکوي او هرځای چې يې وینې نو وژني به یې.

د دې ټولو پیښومسؤلیت بلوڅ ملتپالو او یاهم تحریک طالبانو پر غاړه اخیستی له دې سره تر خوا چې تحریک طالبان او بلوڅ ملتپال د پاکستان عسکر قتل کوي د تیري اونۍ په اوږدو کې د ډیورنډ پر کرغېړنه کرښه کله چې پاکستاني عسکرو غوښتل تیری وکړي او پر دې سیمه اغزن تار کش کړي نو یو شمېر وسلوالو لس پاکستاني عسکر په همدې جرم و غځول چې بیا ورته څوک را تیر سوي هم نه دي.

تازه باجوړ کې یوځل بیا پر پاکستاني سرتیرو برید سوی او تحریک طالبانو ویلي چې د روژه ماتي پرمهال یې پاکستاني عسکر وژلي دي.

په وروستۍ پیښه کې چې ږوب کې رامنځ ته سوې د پاکستان ایف سي لس عسکر په بریدنو کې له پښو غورځول سوي وو، چې اوه کسه يې ژوبل سوي او درې نور يې  مرګوني ژوبل سوي وو، پاکستان که څه هم غواړي خپل دا درانه تلفات پټ کړي خو هیڅ کله د دوی  تلفات د پټیدلو وړ نه دي.

تحریک طالبان، او بلوڅ ملتپال وسلوال فعالیت لري او د خپلو خلکو د خپلواکۍ او د پاکستان دولت له ظلم څخه د خلاصولو په موخه له څو کلونو را په دې خوا وسلواله مبارزه کوي چې اوس مهال په خپله دې مبارزه کې بریالي سوي هم دي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More