The news is by your side.

هلمند کې جګړه ځپلې کورنۍ سختو ستونزو سره مخ دي

  • خبریال وېبپاڼه/ د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له سختو کړاوونو سره مخ دي او په بد وضعیت کې ژوند کوي.
    د هلمند د کډوالو چارو رییس محمد رامین رسنیو ته ویلي چې تر اوسه پورې دوی یوازې له خپلو ولایتي سرچینو څخه له بې ځایه شویو سره مرسته کړې ده او سلګونه نورې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
    هغه ویلي چې موجوده مرستې کافي نه دي او باید له ټولو بې ځایه شویو کورنیو سره عاجلې مرستې وشي، څو حد اقل له بد وضعیته نارمل وضعیت ته را وګرځي.
    نوموړي زیاته کړې چې په دغه ولایت کې د وروستیو سختو جګړو له امله شاوخوا زر کورنۍ بې ځایه شوې دي چې اوسمهال په ډېر بد بشري وضعیت کې ژوند کوي او حتی د خوراک او څښاک څه نه لري.
    په ورته وخت کې بې ځایه شوي هم وایي چې په ډېر بد اقتصادي او ټولنیز وضعیت کې ژوند تېروي او له دولت څخه یې غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر ورسره مرستې ته ورودانګي.
    د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي اغا خبریال وېبپانې ته وویل، چې د جګړې له کبله یې په دې روژه کې خپل ډک کور پریښي او اوس تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.
    هغه له حکومته غواړي چې د امنیت د خوندیتوب ترڅنګ یې اقتصادي ستونزو ته پاملرنه وکړي او ژوند یې وژغوري.
    د یادې ولسوالۍ یو تن بل اوسېدونکی حبیب اخندزاده بیا وايي چې وسله والو طالبانو د وروستیو جګړو له کبله د دوی کورونه سپر ګرځولي و او دوی اوس په پردیو کورنو کې داسې مهال پراته دي چې حتی د خوراک او څښاک څه نه لري.
    نوموړی هم له ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې باید غوښتنو ته یې رسیدګي وکړي او عاجلې مرستې ورته ورسوي.
    په همدې حال کې د هلمند د مرکز لښګرګاه ښار یو تن مدني فعال ولي الله خان بیا د هلمند په ولایتي ادارې نیوکه کوي چې د مرستو په وېش کې شفافیت نه مراعتوي او مستحقو کورنیو ته رسیدګي نه کېږي، چې په وینا یې د دې چارې له امله اړمنې کورنۍ سختو ستونزو سره مخ دي.

Comments are closed.