The news is by your side.

د امریکا او ناټو له غوسې وروسته طالبانو  خپله خبره بیرته واخیسته

خبریال ویب پاڼه/ طالبانو په خپله یوه نوې اعلامیه کې ویلي چې د سولې لپاره به خپله وروستۍ هڅه وکړه او دوی په افغانستان کې د سولې او ټیکا پلوي دي.

هغوی چې یو ځل يې افغانستان کې رسنیو ته ګواښونه کړي ول چې دوی به یې هدف وګرځوي او له خبریالانو غوښتي  ول چې په خپلو چارو کې بدلون راولي اوځانونه سم کړي.

د طالبانوله دې ګواښ وروسته رسنیزو نهادونو ناټو امریکا او یو شمېر سفارتونو د طالبانو له لوري رسنیو ته ګواښونه له خطره ډک وبلل او پر دې ډله يې فشارونه زیات کړل.

په ورته وخت کې ناټو، امریکا او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د هر ډول حکومت چې په زور رامنځ ته سي مخالفت کړی او ویلي يې دي چې دي په روز رامنځ ته سوی دولت سیمې ته ګواښونه پیښوي، په ورته وخت کې نن زلمي خلیلزاد هم طالبانو ته په پيغام کې وویل که سوله کوئ ويې کړئ که نه وي موږ د هغه افغانانو چې د جمهوریت ملاتړ کوي همکاري او مرسته کوو.

طالبانو له دې ټولو ګواښونو او څرګندونو وروسته له ځان سره محاسبه وکړه او په خپل نوي دریځ کې يې د سولې کولو او پر دې لاره تلوو سره سره خبریالانو، بشري فعالانو او د خیریه موسسو مسؤلینوته ډاډ ورکړی چې کار نه پرې لري او امنیت به یې خوندي  وي له دې څخه مالومیږي چې امریکا او ناټو په طالبانو د ګواښ خبره بیرته اخیستې  ده.

طالبانو څه وویل؟

طالبانو رسنیو او خبریالانو ته وویل چې په دې وروستیو کې موږ وینو چې رسنۍ یو طرفه نشرات او د افغان دولت د ملي امنیت په طرف نشرات کوي موږ خبریالانو ته وایو چې  هوښیار و اوسئ او له دې چارې لاس واخلئ چې د دوی له دې خبرتیا وروسته رسنیزو نهادونو اونړیوالو بنسټونو غبرګونونه ښکارل کړل.

افغان دولت هم رسنیو ته ګواښ وکړ

له طالبانو سره هممهاله د افغانستان ملي امنیت ادارې هم یو شمېر رسنۍ طالبانو ته په تبلیغاتو کولو تورن او زیاته يې کړه چې یو شمېر رسنۍ د بیان ازادي څخه غلطه استفاده کوي چې د واړو ډلو له لوري هممهاله ګواښونو د رسنیو کارکوونکې او خبریالان وار خطا هم کړل

Comments are closed.

koi finance