The news is by your side.

پاکستان افغانستان کې هلاک شوي پوځيان په بيلابيلو نومونو خاورو ته سپارې

خبریال ویب پآڼه/ تازه د پاکستان پوځ له رسنېز د فتر څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې ويل شوي چې ډيورنډ کرښې ته څيرمه يې د يوه برید په ترڅ کې ۲ پوځيان هلاک او ۵ نور سخت ټپيان شوي دي.
داسې په داسې حال کې ده چې ياد پاکستاني پوځيان د افغانستان په روانه جګړه کې په هلمند او بغلان کې هلاک شوي دي خو د پاکستان پوځ هره ورځ په بیلا بیلو نومونو دغه پوځيان خاورو ته سپاري. ځينې وخت د پاکستان پوځ په خپله چاودنې تر سره کوي تر څو وښې پاکستاني پوځیان په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې د چاودنو په ترڅ کې هلاک شوي دي.

د پاکستان پوځ له لوري په چاودنو کې نه يوازي دا چې پوځيان نه هلاک کيږي بلکې د پاکستان پوځ غواړي په دغه کار سره پښتانه او بلوڅان وځپي.
د يادلو وړ دي چې د پاکستاني پوځ له لوري په ورته چادنه کې چې پرون تر سره شوه يو بلوڅ او يو پښتون ځوان پکې شهيدان او ګڼ شمير نورو ته مرګ ژوبله واو وښتله.
په افغانستان کې د جګړې له تودې وروسته د پاکستاني پوځيانو مرګ ژوبله هم ډيره شوي ده.
يوازي په يوه اونۍ کې د رسمي شميرو له مخې ۱۷ پاکستانې پوځيان هلاک شوي دي چې له هغې ډلي یې ګڼ شميرپوځيان پاکستاني حکومت له خپلو کورنيو څخه په پټه په يوه او بل نامه خاورو ته سپارلي دي.
نه يوازي دا چې ګڼ شمير پاکستاني پوځيان په يو څو ورځو کې په افغانستان کې هلاک شوي بلکې د مدرسو هغه ګڼ شمير شاګردان هم هلاک شوي چې افغانستان ته د جهاد په نامه را ليږل شوي وو.
تېره پنجشنبه پاکستاني پوځيانو او طالبانو په ګډه د کوټې ښار ته څيرمه کچلاغ ته يې ۵۴ تنه د هغو جنګيالو جسدونه اتقال کړي وو چې د هلمند او کندهار په جګړو کې هلاک شوي وو.
هېره دي نه چې په افغانستان کې د جګړي ډګر په داسې حال کې توديږي چې د امريکا ولسمشر جوبايډن اعلان وکړ په راتلونکو څو مياشتو کې له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسې.

بلو پلو په قطر کې د طالبانو د سياسي ډلې وياند محمد نعيم وردګ ويلي امريکا د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړي نو ځکه دوی په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړی دی.
که څه هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ جګړې زور نیولی خو افغان حکومت ادا کوي چې د طبالبانو بریدنه يې په شا تمبولي او په سل ګونو طالبان يې وژلي دي.

Comments are closed.