The news is by your side.

مهم خبر: امریکا افغانستان څخه  د سرتیرو وتل دروي

خبریال ویب پاڼه/ تل ویل کیدل چې امریکا دي له افغانستانه د سرتیرو وتلو کې بیړه نه کوي  او په دې مهم وخت کې دي له افغانستانه نه وزي اوس تازه راپورونه دا دي چې امریکا به د خپلو سرتیرو وتل و دروي.

مالومات وايي  چې  په لومړي پړاو کې داسې پلان دی چې  دوی دي د خپلو سرتیرو وتل دوه اونۍ  او یاهم  تر دې زیات وځنډوي او تر یوڅه وخته دي افغانستان کې پاتي سي.

په دې اړه وال سټرټ ژورنال د یو شمېر اروپايي هېوادونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دوی امریکا ته ویلي چې باید په بیړه له افغانستانه ونه وزئ.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې درنو جګړو ته په کتلو سره ښايي د امریکايي ځواکونو د وتلو موده نوره هم اوږده سي ځکه د لته حالات ورځ تر بلې خرابیږي او د امریکا نړیواوله زمواري چې د افغانستان په اړه يې لري له خطر سره مخ کیږي.

امریکا دا پریکړه پر داسې مهال کوي چې د دفاع وزیر یي لوید استین ویلي وو، که امریکايي ځواکونه له افغانستانه وزي هم نو دوی به په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

د سرتیرو وتل او د امریکا شتون شکمن دی

امریکا افغانستان دومره مهم دی چې باید په خپله ولکه کې ولري او له کنټروله يې ونه وزي که چیري د افغانستان اوسنی حکومت سقوط یاهم له ستونزو سره مخ کیږي نو د امریکا قربانۍ او مصارف تر پوښتنې لاندې راځي ځکه نو امریکا اوس په یوه او بله لوبه اچولو سره غواړي سرتیري پریږدي او د یوې بهانې په پیداکولو دلته خو پوځي حضور ولري.

بهانه چا ورجوړه کړه؟

که څه هم امریکا دخپلو سرتیرو نورمال وتل پیل کړل خو کله چې د طالبانو له لوري پر یو شمېر ولایتونو بریدونه وسول نو امریکا لازمه وبلله چې د هېوادونو په غوښتنه افغانستان کې لاهم پاتي سي چې د سرتیرو پاتي کیدلو لامل یې طالبان سول خو لاهم مالومه نه ده چې امریکا به د خپلو سرتیرو وتل بیرته څه وخت پیل کوي که امریکا پاتیږي ښايي چې د ناټو چوکاټ کې غړي هېوادونه هم د یوڅه تمیدو پریکړده وکړي

Comments are closed.