The news is by your side.

امریکا د افغانستان څارلو لپاره نوې طرحه وړاندې کړه

خبریال ویب پاڼه/ امریکا تر سپټمبره د خپلو سرتیرو د وتلو خبره کړې خو داسې فکر کیده چې امریکا به لکه روسیه نور افغانستان ته شا کړي او هیر به یې کړي خو امریکا د هغه ډول اشتباه د نه تکرار له امله غواړي افغانستان بیاهم وڅاري او د لته ترهه ګر په نښه کړي.

په دې وروستیو کې امریکا د پخوا په پرتله پر طالب باور له لاسه ورکړی او غواړي د خپلو نظامي حضور پای ته رسولو وروسته هم له ډیر نژدې افغانستان وڅاري او له هغه ځایونه خپل بریدونه او چارې تنظیم کړي.

ویل کیږي چې امریکا د خپلو سرتیرو وتلو وروسته افغانستان ته د نژدې نظامي اډې جوړولو په لټه کې دي او غواړي دې هېواد ته نژدې خپل سرتیري ځا پرځای کړي.

والسټرېټ ژورنال په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې امریکا په دې خاطر ترڅو د افغان دولت ملاتړ طالبانو فشار اچولو او د حالت څارولو په موخه غواړي خپل سرتیري، ډرون الوتکې په سیمه کې نژې ځای پرځای کړي.

د راپورد مالوماتو له مخې امریکا د داسې مجهزې اډې په درلودلو سره ازبکستان او یاهم تاجکستان کې غواړې چې داسې اډه ولري او په یادو ټولو امکاناتو مجهزه وي.

په دویم انتخاب کې امریکا ته له دې هېوادونو وروسته خلیجې هېوادونه او یاهم خپلې نظامي بیړۍ دي چې ښايي هلته د داسې څه درلودلو په خاطر فکر وکړي.

د ژورنال د لیکنې له مخې امریکا په دې هکله خپلې هڅې د زلمي خلیلزاد په مټ پيل کړې چې تر اوسه پوري يې هڅې کومې پایلې ته نه دي رسیدلې خو ښايي چې یوکار وکړي.

امریکا افغانستان یوازي نه پریږدي

که څه هم ډیری داسې فکرونه موجود ول چې په حتمي ډول به امریکا جبر کوي او خپل سرتیري به د سپټمبر تر ۱۱ مې پوري له افغانستانه باسي خو داسې ونه سول ښايي د حالت په خرابیدلو د امریکايي سرتیرو د وتلو پروسه ټکنۍ او ښايي امریکا د حات کنټرول او کابو کولو لپآره له نورو لارو چارو کار واخلي تیره ورځ هم والسټریټ ژورنال ویلي وو، داسې امکان سته چې امریکا د خپلو سرتیرو وتلو لړۍ د یو څه وخت لپاره و دروي او یاهم دا موده لږ څه اوږده کړي.

Comments are closed.