The news is by your side.

د امریکا وتلو وروسته د طالبانو ترڅنګ افغان ځواکونو ته بل ګواښ

خبریال ویب پآڼه/ څه هم مالومه نه ده چې امریکا به خپل  سرتیري په بشپړه ډول څه وخت له افغانستانه باسي خو که هروخت وي د دې سرتیرو په وتلو سره د افغانستان په هکله اندېښنې زیات دي.

بېزنس انسایډر خپرونې افغانستان کې د مخدره توکو کار بار او د امریکا له وتلو وروسته په دې برخه کې د ستونزو او مخنیوي مبارزې په هکله یو راپورو خپور کړی او پکښي يې اندېښنه ښودلې.

راپور مخدره توکي د طالبانو او قاچقبرانو د اصلي مالي منبع په توګه ورته اشاره کړې او ویلي دي هره میاشت له دې لارې طالبان او قاچاقبر له دې لارې ۳۵ میلیونه ډالر عاید په لاس راوړي چې ډیري پیسې دي.

د مالوماتو دا چې امریکا له افغانستانه ووتله نو افغان ځواکونه له دې سره چې طالبانو سره به نظامي مبارزه او جګړه کوي په دې هېواد کې په پوره پیمانه د مخدره توکو د کارونې او قاچاق سره به هم جدي مبارزه کوي.

راپور د مخدره توکو کرکیلي او کاربار ته په اشارې سره ویلي دا د څو کلونو خبره نه ده چې د دې موادو سره مبارزه وسي او مخینوی یې ترسره سي د دوی په وینا دا ډير وخت غواړي.

د راپور وروستۍ برخه وايي په هرو لسو افغانانو کې یو یې د مخدره توکو کاربارکوي او له دې لارې عاید په لاس راوړي او په لویه کچه بیا قاچاقبران او طالبان غټې پیسې چې د میاشتي ۳۵ میلیونه ډالره کیږي په لاس راوړي.

په عمومي ډول که چیري پر جنګي ډلو عایداتي منابع ونه دریږي نو هیڅ کله به هم  جګړه کرار نه سي نو له همدې امله افغان ځواکونو ته د امریکا له وتلو وروسته امنیت له طالبانو او مخدره توکو سره مبارزه باید لومړیتوب وي خو دا چې دومره لوی مسؤلیتونه به افغان ځواکونه څنګه ترسره کړي دا دوی په تجهیز او زیاتوالي پوري اړه لري.

د مخدره توکو کاربار کرکیله او قاچاق د افغانستان اوسنۍ مسله نه ده له تیرو شلو کلونو را په دې خوا په دې هېواد کې د جګړې ترڅنګ دا کار بار په پوره پیمانه ترسره کیږي چې ټول ترهه ګر جنګي ډلې  او قاچاقبران له همدې لارې تغذیه کیږي

Comments are closed.