The news is by your side.

پاکستاني پوځیانو د یوې کورنۍ پر غړو ډله‌ییز جنسي تېری کړی

خبریال وېبپاڼه/ پاکستاني پوځیانو د بلوچستان په وادي مشکي سیمه کې د یوې کورنۍ پر مېرمنې او ماشومانو جنسي تیری کړی دی.
د بلوچستان رسنیو ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، پاکستاني پوځیانو د حکیم بلوچ پر مېرمنې او ماشومانو داسې مهال جنسي تیری کړی، چې خپله په کور کې نه وو.
سرچینه زیاتوي چې تر جنسي تېري وروسته پاکستاني پوځیان په تېښته بریالي شوي دي.
تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاکستاني پوځیان له ډېر وخته پر بلوچ مېرمنو او ماشومانو جنسي تیری کوي او دوی ځوروي، چې له امله یې وخت ناوخته د پاکستان پوځ باندې بلوڅ ملتپال بریدونه هم کوي.
بلوڅان وايي، چې د پاکستاني پوځیانو له لوري به تر هغه وخته د دوی پر مېرمنو او ماشومانو د جنسي تیري پېښې روانې وي، چې نړیواله ټولنه د پاکستان د پوځ مخه و نه نیسي او بلوچستان استقلال وا نه خلي.
دوی ویلي، چې نړیواله ټولنه او د ښځو د برخې مسوولین باید یادو پېښو ته رسېدنه وکړي، تر څو د پاکستاني پوځیانو له تاوتریخوالي خلاص شي.
بلوڅ ملتپال وايي چې دوی به تر هغو پورې د پاکستان د پوځ پر ضد عملیات جاري وساتي، څو چې یې د دوی له ځورونو لاس ننه وي اخیستی.
بلوڅ ملتپال وسله واله مبارزه کوي او په دې لړ کې یې زرګونه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستانی حکومت ولې بلوڅان ځوروي؟
پاکستان د ازاد بلوچستان د رامنځته کېدو مخنیوی کوي، ځکه خو یې پر ضد وخت ناوخته عملیات کوي او په تېرو لسو کلونو کې یې تر لس زره زیات بلوڅ مشران، ځوانان او مېرمنې په شهادت رسولې دي او یا یې تري تم کړي دي.
بلوڅان د ازاد بلوجستان په رامنځته کېدو ټینګار کوي او غوښتنه کوی چې بلوچستان باید د یوه ازاد هېواد بڼه واخلي.

Comments are closed.