The news is by your side.

د شیخ هیبت الله اختریز پیغام کې څه وو او له کومه ځایه یې ورکړ؟

خبریال ویب  پاڼه/ د طالبانو مشر نن د راتلوونکي کوچني اختر په مناسبت یوه لوی پیغام کې چې د جګړې، امریکا او افغانستان د راتلوونکي په هکله خبرې کړې او له امریکا یې ګیله کړې.

که څه هم شیخ هیبت په خپل پيغام کې له افغان دولته غوښتې چې جګړه ونه کړي خو خپله يې جنګیالیو ته نه دي ویلي چې دوی دي جګړه بس کړي.

هغه پر امریکا نیوکه کړې چې د تیر کال د دوحې تړون څخه په مسلسل ډول سرغړونه کوي او یو ځل بیا يې د خطرناکو عواقبو پړه پر دوی واچوله خو بیا يې هم د دې هرکلی کړی چې بهرني او امریکايي ځواکونه له افغانستانه وژي.

شیخ هیبت د پیغام په مهمو څرګندونو کې ویلي تراوسه د دوی پاتي زندانیان نه دي خوشي سوي او نه یې هم د مشرانو نومونه له تور لیست څخه وتلي  چې دا د امریکا بله سرغړونه د دوحې له تړون څخه ده.

شیخ هیبت له کوم ځایه پیغام ورکړ؟

افغان ولسمشر له ارګه نور مسؤلین له خپلو ادرسونو د اختر او نورو مناسبتونو په هکله پیغام ورکوي خو د طالبان مشر شیخ هیبت الله له نامالوم لوری او نامالوم ځایه د یوه لیک په واسطه ملت او نړیوال مخاطب کړي تراوسه پوري ده نه دي ویلي چې له کومه ځایه یې پيغام ورکړی او چیري دی؟

له کومې ورځې چې شیخ هیبت الله د طالبانو مشر ټاکل سوی همداسې نامالوم پیغامونه له له نامالوم لوري د ده په نوم خپریږي خو دا مالومه نه ده چې شیخ هیبت الله ژوندی مړ بندي او که څنګه دی.

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې جګړې او نښتې زیاتي کړې خو مشر يې د خبرو له لارې د افغانستان پر موضوع تمرکز ته ونډه ورکړې هغه د امریکا ټولو ژمنو ته د شک په سترګه کتلي او داسې اشاره يې کړې چې امریکابه بیاهم پر خپلو ژمنو ونه دریږي د طالبانو مشر د خپلو جنګیالیو د عملونو خلاف چې دوی هرڅه ځای عامه پروژې نړولې ویلي چې د سوداګرو او ملي شتمینو عامه تاسیساتو ساتنه کوي او له خلکو يې غوښتي چې په خپلو اولادونو تعلیم وکړي.

طالبان دې ټولو خبرو ته ژمن دي؟

شیخ هیبت پر جګړه نه کولو، عامه تاسیساتو نه ورانولو او بین لافغاني خبرو باندې ټینګار کړی خو برعکس طالبان جګړه، کوي عامه شتمنۍ ورانوي او په ډيری سیمو کې یې نجونې ښوونځیو ته له تللو منعه کړې دي او کله چې طالبان پر کومه سیمه ولکه ټینګوي او هلته عامه کارونه ترسره سوي تخریب او له منځه وړي دي

Comments are closed.