The news is by your side.

پښتین: دښمن نه غواړي چې افغانان روښانه راتلونکی ولري

خبریال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کابل په دشت برچي سیمه کې د تېرې ورځې چاودنې چې، له امله یې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته غندلې.
پښتین ویلي، د کابل دشت برچې کې د تېرې ورځې چاودنې د افغانستان پر روښانه راتلونکي برید دی او دښمن نه غواړي چې افغانان روښانه راتلونکی ولري.
پښتین ټینګار کړی چې د لر او بر غم یو دی او ټول په ښه او بد کې یو بل شریکان بولي، ځکه خو یې دغه نامردانه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې ترهګر دې نور له افغان وژنې لاس واخلي.
د منظور پښتین به مشري د پښتون ژغورنې غورځنګ له وخت وخته د پښتنو د حقونو لپاره د پاکستاني پوځ پر ضد مبارزه شروع کړې او په لر او بر کې د ترهګرو بریدونه نه یوازې غندي بلکې د اخطار په شکل ورته توندې څرګندونې کوي.
همدا ده چې د کابل په دشت برچي سیمه کې یې پرونی برید هم وغانده.
همدا راز په کابل کې د امریکا، جاپان، برتانيې، چین سفارتونو هم یاد برید غندلی او د عاملینو د نیولو هیله یې ښودلې ده.
دغه راز د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو هم د کابل ښار د تېر مازديګر برید غندلی او د تاوتريخوالي پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د ښوونځي مخې ته چاودنې چې، له مله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته غندلې ده.
یاد وزارت ویلي: «کابل ښار کې د تېرې ورځې چاودنې چې، له امله یې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، په کلکو ټکو غندو او په عاجله توګه د داسې وحشیانه بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کوو.»
تېر مازدیګر د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې یوه دولتي ښوونځي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې د ښوونځي زده کوونکو او نورو عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د وروستیو معلوماتو له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د تېرې ورځې په چاودنو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۵۵ تنو ته پورته شو.
یاد وزارت زیاتوي، چې دغه راز په یادو چاودنو کې له سلو ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.
د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

Comments are closed.