وسلوالو د پاکستاني پولیسو لوی افسر هلاک کړ

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستاني عسکرو په وړاندې ورځ تر بلې تاوتریخوالی زیاتیږي او په دې سره يې دولت او عسکر هم سخت وار خطار کړي  دي په نوې پیښه کې وسلوالو دریو پاکستاني عسکرو ته چې یو یې لوی افسر دی مرګ ژوبله اړولې.

تیرو دوه اونیو کې تراوسه پوري لسګونه پاکستاني عسکر په بیلابیلو ورته پیښو کې هلاک سوي او تردې زیات شمېر يې مرګوني ژوبل دي چې له پښو څخه غورځیدلي.

په دې وروستیو کې د محکومې پښتونخوا او بلوچستان سیمو څخه ورته راپورونه ورکول کیږي چې په یوه سیمه کې تحریک طالبان او په بله سیمه کې بلوڅ ملتپالو پر پاکستاني عسکرو ځمکه سره کړې ده او هره ورځ يې په هلاکت رسوي.

راپورونه وايي چې ننۍ پیښه د محکومې پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې رامنځ ته سوې او موټرسایکل سپرو وسلوالو د عسکرو پر قوماندان ډزې کړې چې ځای پرځای يې په قتل رسولی پیښه د کراچۍ او پیښور ترمنځ د لويي لارې پر سر رامنځ ته سوې.

تراوسه پوري د دې پیښي مسؤلیت چا نه دی منلی خو په دې سیمه کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه د تحریک طالبان ډله کوي چې هره ورځ يې پاکستاني عسکر غځولې هم وي.

په دې وروستیو کې پاکستاني عسکر خورا زیات وژل کیږي، چریکي بریدونه بمي چاودنې او مخامخ جګړې د پاکستان د پوځیانو خلاف زیاتې سوې چې پاکستان يې وارخطا او اندېښنه کې اچولی.

ښايي ډیر ژر د دې پیښي مسؤلیت هم تحریکا طالبان پر غاړه واخلي، په پاکستاني پولیسو کې لوی افسر تاڼېدار وژل سوی او دوه نور نو يې مرګوني ژوبل کړي دي چې ښايي هغه هم قتل سي.

تحریک طالبان او بلوڅ ملتپالو خپلو بریدونو ته د پآکستاني عسکرو په وړاندې زور ورکړی او هره ورځ په ځانته پیښو کې پاکستاني عکسر په هلاکت رسوي.

تیره ورځ هم د پښتونخوا په یوه سیمه کې پاکستاني عسکر په نښه سوي او برید ورباندې سوی وو، له دې وړاندې کله چې پاکستاني عسکرو غوښتل د پښتونخوا سیمه کې ډيورنډ کرښه باندې اغزن سیم تیر کړي وسلوالو باندې برید کړی وو، چې اوه پاکستاني عسکر يې په قتل رسولي وو، تر هغه وړاندې بلوڅ ملتپالو پر پاکستاني عسکرو چاودنه کې زیات عسکر هلاک کړي ول

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More