The news is by your side.

د سلماني د وژنې په هکله نوي حقایق څنګه او د چا له لوري ووژل سو؟

خبریال ویب پاڼه/ د تیر ۲۰۲۰ کال د جنورۍ دریمه نېټه باندې د ایران د قدس ځواکونو لوی قوماندان قاسم سلماني ووژل سو هغه مهال زیات مالومات ورنکړل سول خو اوس برملا سوې چې نوموړی څنګه ووژل سو؟

یاهو نیوز ویب پاڼې اوس داسې خبر خپور کړی چې موندلي يې دي امریکا په یوازي سر قاسم سلماني نه دی وژلی بلکي له امریکا سره په دې عملیاتو کې د اسرائیلو او د ترهه ګرۍ ضد کورد ډلې هم مرسته کړې.

د ۲۰۲۰ جنورۍ پر دریمه نېټه امریکا د اسرائیلو استخباراتي ځواکونو او د عراق د کوردستان اقلیم ډلې د قاسم سلماني او د عراق د حشد شعبي مهم قوماندان ابو مهدي مهندس په وژلو کې مرسته کړې ده دې ویب پاڼې د یو لړ مرکو له لارې دا مالومات په لاس راوړي.

په دې عملیاتو کې زیاته پاملرنه سوې او د امریکا د دلتافورس کنډکونو نښه ویشتوونکې بې پیلوټه الوتکې چې  د هالفایر په توغندیو سمبال وې پر دې دوه مهمو قوماندانانو بریدونه کړي او هغوي یې وژلي، دا چاره د امریکا او اسرئیلو استخباراتو په ګډه ترسره کړې او د کوردستان اقلیم ډلې له وژلو وروسته د مالوماتو په ورکولو کې له امریکا سره مرسته کړې ده.

د قاسم سلماني وروستۍ شېبې څنګه وې؟

اسرائیلي او امریکايي استخباراتو لومړی قاسم سلماني تعقیب کړی او قام پر قام یې څارلی وو، او د هغه ټأیفون يې ترویت کړی وو، په دې برخه کې له امریکا سره اسرائیلي استخباراتو مرسته کړې وه.

ویل کیږي چې یوازي په شپږو ساعتونو کې سلماني خپل موبایل درې ځله بدل کړی وو، خو اسرائیلي استخبارات د هغه په شمېرو پوهیدلو او د هغه د ګرځیدلو او خوځیدلو مالومات يې امریکایانو ته ورکړل.

د وړاندې سویو مالوماتو پر بنسټ ویل سوي چې د قاسم سلماني الوتکه نیمه شپه د بغداد هوايي ډګر ته کښته سوه، امریکا سمدلاسه د مانور په نوم د بعداد هوايي ډګر سولې ختیځې برخې په همدې شپه وتړلې او خپلې دلتا فورس نښه ویشتوونکې بې پیلوټه يې په ۵۵۰ او ۸۰۰ متري کې ځای پر ځای کړې

کله چې قاسم سلماني له الوتکې کوز او دوه موټرونو کې کېښناست، نو د الوتکې لارښوونکې او نور اصل د کوردستان اقلیم ډلې غړي وو، خو بدلې جامې يې اغوستې وې کله چې قاسم سلماني او نور موټرونو کې کښېنستل نو د امریکايي هلفایر توغندیو ښکار سول او کله چې دا چاره ترسره سوه د کوردستان اقلیم ډلې یوه مامور د وژل سویو انځورونه او ډی ان ای واخستل او له دې ځایه وتښتید

Comments are closed.