The news is by your side.

ولې سوله یوازېنۍ حللاره ده؟

خبریال وېبپاڼه/ افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو ګواښونکې سیاسژ، ټولنیز، اقتصادژ او امنیتي حالت سره مخ دی، اداری فساد غوغا کړي، د خلګو واټن د نظام بقاء ګواښی، د واکمنو بې باکانه کړنو افغانستان نږدژ د چې د سیمه یزو قدرتونو له انزواء سره مخ کړي او په ټوله کې د امنیتي ستونزو او د جګړو لا شدت د ژوند او  ټیکاو په نوم د خلکو ټولې هیلې په باد لاهو کړې او یوازی تېره اوونۍ د جګړو او نا امنيو له کبله د هېواد دننه د بې کوره شويو وګړو شمېر د له لس زرو کورنېو اوښتی دی.
بل لور ته فقر د ولس د صبر کاسه نوره نسکورېدو ته رسولې او افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه یو له خطرناک ترینو او جګړه ځپلیو هیوادونو څخه شمېرل کیږي. چې د جګړې ساحې پراخېده د بې وزله خلکو شمېره زیاته کړې او سلګونه زره کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا ولري.
د بشري حقوقو نړیوال قوانین په منظم ډول تر پښو لاندي کیږي، هدفي وژني، په زور جګړې ته جلب پر روغتیايي او تعلیمي مراکزو بریدونه مخ پر زیاتېدو دي.

ددې تر څنګ د حکومت په دننه کې زورواکي، فساد او د ښایسته والۍ د معیارونو پر خلاف د واک ویش نا اهلو ته او ګڼې نورې ستونزې چې د دې سبب شوې دي چې ستونزې لا زیاتې کړي.

ددغو ټولو نا خوالو او د پرمختابه له کاروانه د ګران افغانستان د شاته تګ اصلي جرړې او لامل که د واقعي حلاریز نېت په توګه مطالعه شي هغه سولې ته په جګړې د لومړیتوب د سټراتیژی نه لرل او د جګړې ضد خوځښت یا سوله خوښو ملي جریانونو او اشخاصو له چیغه څخه چې هیواد ته پر ته له خیر او په ریښتینی خپلواکې ولاړو نیکو هیلو هیڅ موخه نه لري د دی پر ځای چې هر کلی یې وشي، د قدرت په نیلي سپاره مست او په نشه ورک واکمنان یې ټکوی او کوښښ کړې د محدودو ټیمی، سمتي، تنظیمي او شخصي ګټو په خاطر دغه غږونه د پېل په نطفه کې خنثاء کړي.

که عقل د قضاوت په مسند قاضي شي، منطقي درائت د استدلال د منلې ژبې په توګه وپیژندل شي او د سیمه او نړۍ په کچه د شریرانو بدي هیلۍ د یو ځمکني واقعیت لرونکی لر لید په ډول د نظر لاندي ونیول شی نو څرګنده به شي چې د دژ ټولو یوازنۍ حلاره په سوله کژ ده.
اما سوله هم هغه وخت حل لاره ګرزیدلي شي کله چې سوله هدف وبلل شي نه تکتیک او د سولې په لار کې د پراته خنډونو په سر مخامخ، جدي او نږدې کونکې خبرې اترې وشي چې یو له هغو څخه هغه چې سولې ته ئې ټولی لاری تړلژ او تر ټولو ستره مانع دی هغه د بهرنیانو د قید او شرط څخه پرته د وتلو موضوع دی.

لیکوال: حامد ساپی

Comments are closed.