The news is by your side.

د جومات اونۍ: ټولګټو وزارت کې جومات پرانیستل سو

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان دولت وايي له تيرو څو کلونو يې هڅه پيل کړې ترڅو د هېواد په ټولو ولايتونو کې جوماتونه جوړ کړي.

چې دا اونۍ له همدې امله په دې نوم و نومول سوه په ورته وخت کې دجومات اونۍ په لړ او د روژې د مبارکې میاشتې د ۲۷ مې نیټې په مناسبت د ټولګټو وزارت په انګړ کې یو باب جومات پرانیستل سو، یاد جومات چې له مخکې یې د رغونې ډبره ایښودل سوې وه، رغنېزې چارې يې بشپړې او د نارينه لمونځ کوونکو تر څنګ د ميرمنو لپاره هم ځانګړي ځايونه ، منظم کتابتون او د مطالعې لپاره مناسب ځای لري.

نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې وزارت د وزیر انجنیر نجیب الله یمین، د وزارت د مرستیالانو، رئیسانو، د ولسي جرګې د یو شمېر استازو او کارکوونکو په شتون کې پرانستل سو.

یاد جومات چې د ټولګټو وزارت په انګړ کې جوړ سوی، له بیسارو هغو جوماتونو څخه دی چې د ښځينه وو لمنځکونکو لپاره ځانګړ ځای لري.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین، د خپلو خبرو ترڅ کې د روژې د مبارکې میاشتې په فضیلت او د دې مبارکې میاشتي د وروستۍ لسیزې په لړ کې د قران عظیم الشان د نزول په اړه خبرې وکړي او ویې ویل: جومات چې د سجدې د ځای په مانا دی، د ځمکې پر سر تر ټولو غوره او مقدس ځای دی. هغه همدارنګه زیاته کړه، هغه څوک چې د جومات د معنوي او فزیکي جوړښت په برخه کې کار کوي، هغوی ریښتیني انسانان او په الله پاک ج پوره ایمان لرونکي خلک دي.

د ټولګټو وزیر د اسلام د ستر پیغمبر آنحضرت محمد مصطفی (ص) د مبارک حدیث مفهوم بیان کړ او ویي ویل: څوک چې جومات جوړ کړي یا یې د جوړلو نیت وکړي او یا هم د جومات په جوړلو کې همکاري وکړي، الله (ج) به په جنت کې ورته کور جوړ کړي.

د ټولګټو وزیر ښاغلي یمین جومات د زده کړي او مبارزې مرکز وبلل او زیاته یي کړه جومات د اسلام ارګ دی او محراب د حرب ځای دی چې له دې ځایه د اخلاقو، فکري لوړتیا او تمدن جوړول پیلېږي.

ارګ ويلي په دې خوښ دي چې د تيرو شپږو کلونو په ترڅ کې يې د هېواد بيلابيلو ولايتونو سيمو کې د ۱۰۰۰ مسجدونو رغونې کار پيل کړی

Comments are closed.