The news is by your side.

طالبانو کرزي او عبدالله ته مهم لیک استولی

د وسله والو طالبانو سیاسي مشرتابه پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني اجرایه ریس عبدالله عبدالله ته مهم سیاسي لیک استولی.

د دغه لیک په باب لومړني جزیات همدا نن خبریال ویب پاڼي ته رسیدلي دي.

په لیک که چې د یوه مهم شخصي چینل له لاري کابل کې کرزي او عبدالله ته رسیدلی د ډویورنډ بدنامي کرښي په باب مهمه معامله مطرح شوي ده.

یوه سرچینه چې د یاد لیک جزیات یي د کرزي له اړخه له نږدې لوستلي وایي په لیک کې د طالبانو د قطر دفتر مشرانو له دغو دوو افغان سیاسي مشرانو غوښتي تر څو د پاکستان او ازبکستان په منځګړیتوب ورسره د ډیورنډ په کرښه خبري وکړي.

ویل شوي یادې خبري د اسلام آباد په دستور تر سره کیږي او اصلي موخه يي د ډیورنډ د کرښي په راتلونکي باندي د یوې داسي فیصلي تر سره کول دي چې په بدل کې یې عبدالله او کرزي لوی بدیل او مقامي ضمانت تر لاسه کولای شي.

په لیک کې له یادو دوو افغانانو غوښتل شوي تر څو له دوي او پاکستاني لوري سره د  ډیورنډ کرښي د لږ تر لږه سل کلني راتلونکي په باب خبري او فیصله وشي.

هغه بدیل چې د یادې فیصلي په باب عبدالله او کرزي ته په پآم کې نیول شوی لږ تر لږه ۱۰ کلنه ولسمشریزه دور ده.

طالبانو ډاډ ورکړی چې که چیرته د ډیورنډ کرښه د طالبانو په غوښتنه د پاکستان حکومت ته د سل کاله لپاره د یوې پریکړې په اساس ورکړل شي نو اسلام آباد حاضر دی د طالبانود احتمالي راتګ په صورت کې کرزي د موقتي ادارې د ریس او عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزارت لپاره په تظمیني ډول وټاکي او د راتولنکي ۵ کلني دورې لپاره  به هم د یادو دوو چارواکو مقامونه تظمین وي.

مونږ هڅه وکړه په دې باب د کرزي او عبدالله عبدالله د دفتر نظرونه هم ولرو لیکن بریالي نه شوو.

د ډیورنډ بدنامه کرښه د پښتنو په زړه کې کښل شوي او هیڅ یوه پښتانه ته د منلو وړ نه ده.

م.جلال زی

Comments are closed.